په نیټورک مارکټینګ کې د بریا د پاره نهه سپارښتنې.
July 2, 2022نن درته ددې په اړه یو څه معلومات در کوم چې ولې مونږ باید د نیټورک مارکټینګ کاروبار انتخاب کړو؟
غواړم د نیټورک مارکټینګ په اړه مهم پیغام درکړم.
ولې باید تاسې سره تړلي خلک په هغه څه غور وکړي چې تاسې یې کوی او یا تاسې ولې باید په هغه څه غور وکړی چې دوی یې کوي؟
له دې پوښتنې زما هدف څه دی، په دغه لیکنه کې درته واضحه کوم.
تاسې پوهیږی، ۹۰ سلنه خلک چې وایي مونږ نیټورک مارکټینګ کوو اصلاً یې نه کوي.
زه غواړم چې تاسې ددغه فرصت په اړه فکر وکړی او غواړم تاسې ته هغه لیدلوری ښکاره کړم چې تاسې ته او هغوی ته چې تاسې ورته دغه فرصت معرفي کوی ارزښت ولري.
ټول هغه څه چې زه یې خلکو ته ښوونه کوم او روزم یې د نیټورک مارکټینګ په اړه مثبت ذهنیت ورکول دي تر څو دوی په هغه کار تمرکز وکړي چې ارزښت یې لري، ځکه چې دا هغه څه دي چې زه پرې له وړاندې نه پوهیږم.
زه پوهیږم چې داسې ډیر ښوونیز مواد شتون لري چې دا کاروبار به څنګه کوی او د مهارتونو په زده کولو سره دغه کاروبار لا بهتر کولی شی او زما موخه هم همدغه ده. زه هم خلکو ته تل د نیټورک مارکټینګ مهارتونه ښایم او نن هم همدا هڅه کوم.
زه تل خلکو ته دا ښایم چې،
- تمرین وکړی او بیا بیا یې وکړی.
- پوښتنې وکړی او بیا بیا یې وکړی.
- د وخت سره ځان بهتره کړی.
- خپل مهارتونه مو زیات یا پراخه کړی.
مګر که په نیټورک مارکټینګ ستاسې مهارتونه هر څومره کم او خراب وي خو که په پرلپسې توګه یې تمرین وکړی نو دا به د وخت سره ډیر ښه شي.
او هر څوک دا توقع لري چې په هغه پاتې ۵ سلنه خلکو کې راشي.
زه فکر کوم چې ۵ سلنه خلک به داسې وي یا شاید ۳ سلنه خلک به داسې وي چې دغه کار کوي خو دوی هغه وخت بې ګټې پاتې کیږي کله چې خبره د اړیکو جوړولو او د داسې خلکو په څنګ کې د اوسیدلو وي چې نور خلک راجلبوي او یا نورو خلکو ته الهام ورکوي.
دا بیا یو جلا موضوع ده، مګر پاتې نور خلک دغه کار کولی شي.
زه پوهیږم چې مونږ دا کار کولی شو، ما دا ثابته کړې ده.
که په یوه جلسه کې غږ وشي چې
“زمونږ شرکت به تاسې ته په دې شرط د هر مشتري په سر د ۵۰۰ ډالرو اداینه وکړي چې هره ورځ به یو نوی مشتري پیدا کوی یا به یې را دعوت کوی؟ داسې به تاسې د مشتري د دعوتولو له مخې د میاشتې ۱۵۰۰۰ ډالره عاید ولری.”
یو ناڅاپه به د ګډونوالو له خولې واوری چې، “زه کولی شم دا کار وکړم.”
که پوښتنه ترې وشي چې، “هیڅ رنک بهانه به نه کوی، رخصتي به نه کوی او هره ورځ به لږ تر لږه نیم سات کار کوی او یو نوی مشتري به را دعوت کوی کنه نو هغه ورځ به بیا اداینه نه درته کیږي، نو آیا تاسې کولی شی چې د هرې ورځې لپاره په ۵۰۰ او د میاشتې په پای کې د ۱۵۰۰۰ ډالرو په موخه دغه کار وکړی.”
اندازه ولګوی چې څه به واوری؟
تقریباً هر کس به دا ووایي چې هو د میاشتې ۱۵۰۰۰ ډالره ګټلو د پاره زه دغه کار کولی شم.
ومولیدل چې ستونزه چیرته ده؟
ستونزه دا نه ده چې مونږ په دې نه پوهیږو چې څه وکړو یا ددې کار په ترسره کولو کې څومره ښه یو.
ستونزه دا ده چې مونږ په دې باور نه لرو چې دغه کار دومره ارزښتناک دی.
همدا زما هدف و.
دغه باور ته وده ورکړی چې دغه کار ددې ارزښت لري او تاسې به دغه کار (نیټورک مارکټینګ) وکولی شی.
مهارتونو ته د ودې ورکولو غوره لاره یوازې جلسو ته تګ یا د کتاب لوستل نه دي بلکه تر دې غوره لاره یې ددې عملي ترسره کول دي.
لکه د یو چا چې لمبا نه وي زده نو هغه یوازې د کتاب په لوستلو او یا د ویډیو په کتلو لمبا نشي زده کولی تر څو په اوبو ورګډ نشي.
که چیرې تاسې خپل ذهنیت داسې جوړولی شی چې ددې انګیزه درکړي چې دغه کار ارزښتناک دی، تاسې به پسې ووځی او غوره مهارتونه به زده کړی.
دلته زما هدف هغه لید دی چې زه یې غواړم نن تاسې ته درکړم او شاید تاسې سره مرسته وکړي تر څو پوه شي چې دا کار د ارزښت وړ دی.
په دې اړه فکر وکړی:
هغه څه چې مونږ یې په نیټورک مارکټینګ کې لرو هغه د عاید تولیدولو په شکل د یوې ټولنې درلودل دي. هو، په تخنیکي ډول دا یو کاروبار دی مګر دا هغه رنګ کاروبار نه دی چې ډیري خلک یې فکر کوي، او ډیري خلک د کاروبار په لټه کې نه وي بلکې په دې لټه کې وي چې یو کاروبار دوی ته څه وړاندیز لري.
دوی د لاندې شیانو په لټه کې وي:
- عاید.
- انعطاف.
- آزادي.
- ساده توب.
- اختیار/واک.
دا هغه څه دي چې خلک یې اصلاً په لټه کې وي، نه د نیټورک مارکټینګ کاروبار.
نو مونږ د نیټورک مارکټینګ په شکل کې داسې یو فرصت لرو چې د څلور، پینځو یا شپږو کالو خواری سره په داسې یو څه کې دخیل کیږو چې د پاتې عمر تر پایه مونږ ته اداینه کوي.
هغه ټیم چې تاسې په کې ګډون کوی تاسې ته دا در زده کوي چې دغه کار به څنګه کوی.
په دې کاروبار کې دا خورا نادره ده چې ستاسې په ټیم کې یو څوک ووایی،
- “تاسې زما دعوت ته نشی راتللی.”
- “تاسې زما په زوم کال کې ګډون نشی کولی.”
- “تاسې زما ویډیو نشی لیدلی.”
- “تاسې زما ټرنینګ نشی اوریدلی.”
- “تاسې زما مقاله نشی لوستلی.”
دا شیان په دې کاروبار کې نه پیښیږي.
ښوونکي، روزونکي، بیلګې، رهبریت ټول ستاسې د پاره وړیا دي.
په هر حال دا هغه لید دی چې زه یې نن غواړم تاسې ته درکړم او غواړم تاسې په دې اړه فکر وکړی.
ستاسې په همدغه فرصت، تولید او د اداینې په پلان کې تاسې ډیری داسې کسان لری چې له همدې لارې میلونران شوي دي او دې ته چمتو دي تر څو تاسې ته ددې ښوونه وکړي چې دا به څنګه ترسره کوی او څنګه به د عمر تر پایه عاید ترلاسه کوی.
د نیټورک مارکټینګ په څېر بل داسې فرصت نیشته چې ستاسې د پاره داسې وړاندیز یا امکانات ولري.
لیک – ستوری خان