د غوره پلور د ترسره کولو غوره لاره:
February 16, 2023زدکړه د بدلون اساس دی:
March 31, 2023لیک – ګرانت کارداین
ژباړه – ستوری خان
هر مسلک د مهارتونو یوه مجموعه ده. یو نجار د مهارتونو یوه مجموعه لري. یو دهقان د مهارتونو یو مجموعه لري. یو آشپز د مهارتونو یوه مجموعه لري. تجاران او کارپنځوونکي د مهارتونو یوه مجموعه لري.
کله چې هر څه پیچلي یا سخت وي نو تاسې تر بل هر څه د خپلو محصولاتو او خدماتو د پلورلو وړتیا درلودلو ته ډیره اړتیا لرئ. که تاسې خپل محصولات او خدمات ونه پلورلی شئ نو ستاسې په کاروبار کې نور څه کول هیڅ مهم نه دي.
پلور د یو کاروبار د پاره د هوا (آکسیجن) په څېر دی. زمونږ څخه ډیری د خلکو هغه قطار نه لرو چې زمونږ محصولاتو ته ولاړ وي. مونږ باید لېوالتیا را پیدا کړو، محصولات وپلورو او معامله ترسره کړو. ستاسې د پلور مهارتونه ستاسې د کاروبار د بریا پرېکړه کوي.
ولې د کاروبار ځینې مالکان پلور له پامه غورځوي:
یقنیناً چې ځینې کاروبار لرونکي او کارپنځوونکي پلور له پامه غورځوي. دوی نه غواړي چې د پلورونکي ټاپه پرې ووهل شي. مګر دا یو جدي تېروتنه ده.
ددې له کبله، دوی هیڅکله دې ته وخت نه ورکوي چې د پلور تخنیکونه او ریښتینی هنر زده کړي. مګر د هر کس په مسلکي ژوند کې داسې یو وخت حتماً راځي چې دوی باید د پلور مهارتونو زده کړي. د کاروبار ډیری مالکان ددې نه د ډډې کولو د پاره پلورونکي ګماري. مګر اکثره وخت دا کار نه ورکوي.
حتئ هغوی چې ځانونه مسلکي پلورونکي بولي عموماً یوازې په یو څو ابتدایي مهارتونو پوهیږي. دوی عموماً په لومړیو ۹۰ ورځو کې یا د دندې په جریان کې یو څو بنسټیز مهارتونه زده کوي او بیا ټول عمر د همدغو مهارتونو لاندې فعالیت ترسره کوي. که چیرې یو نجار، دهقان یا آشپز ورته کار وکړي نو ډیر زر به یې کاروبار له منځه ولاړ شي.
د زیږدلي یا پیدایشي پلورونکي افسانه:
دا یوه افسانه ده، هیڅوک هم پیدایشي پلورونکی نه وي. زه د پلور متخصص یم مګر باور وکړئ کله چې زه دا وایم نو ددې مانا دا نه ده چې زه پلورونکی زیږیدلی یم. زه تر اوسه د هیڅ داسې کس سره نه یم مخ شوئ چې هغه دې پیدایشي استخدام کوونکی وي. دوی ورته مهارتونو ته وده ورکړې ده.
ځینې خلک طبعي وړتیا لري چې ترڅو یوه داسې اړیکه رامنځته کړي چې دوی پرې خپل ځان د پلور مسلک ته ورسوي. دوی به تر هغې د عاید رامنځته کولو په هنر کې متخصصین نشي تر څو چې مهارتونو دغې مجموعې ته وده ورنکړي. ډیری پلورونکي ددې د پاره کافي ښه وي چې ځانونه مسلکي پلورونکي وبولي مګر دوی په دې کې د مسلکي کیدو لپاره د وخت له مصرفولو څخه ډډه کوي چې دا یوه لویه تېروتنه ده. حتئ مسلکي پلورونکو باندې داسې ورځې راځي چې دوی ددې په اړه شکایت کوي چې پلور ډیر سخت کار دی.
په یاد ولرئ چې د اوږدې مودې بریا او سوکالۍ وروسته، کاروبارونه د فرمایشاتو ترلاسه کولو سره عادت کیږي او پلور له پامه غورځوي یا یې هیروي. حتئ د کمپنی د اقتصادي پراختیا په دوران کې د پلور پروسې له پامه غورځول کیږي. د بریالیتوب ځینې کچې تل د هغه آسانتیاو له مخې ترلاسه کیږي چې خلک پرې مصرف کوي یا پانګونه پکې کوي. د انقباض په جریان کې هره نیمګړتیا مخې ته راځي.
په بد وخت کې پلور کول سخت وي:
کله چې اقتصادي حالت سختیږي، پلور هم ورسره سختیږي او ډیری پلورونکي د احصایې برخه ګرځي. ددې دپاره چې دوی هیله ولري چې کاش وار دمخه لا ډیر چمتووالی نیولی وای ډیر ناوخته وي. هغه خلک چې بریالي دي هغه څوک دي چې په پلور پوهیږي او ددې په اړه خپلو مهارتونو ته د ودې ورکولو لپاره وخت ورکوي.
پلور کول مهارتونو ته اړتیا لري:
نو ویښ شئ او په دې پوهه شئ چې پرته له دې چې تاسې د خپل ځان، خپلو محصولاتو، خدماتو، افکارو او خوبونو پلورل زده نه کړئ تاسې ژوندي او خوشاله نشئ پاتې کیدای. دا پرته له مقام نه د هر چا په اړه صدق کوي. پلور دنده نه ده، دا هغه څه دي چې تاسې د خپل ځان او خپل کاروبار د پاره ترسره کوئ تر څو یو څه پیښ شي.
اوس ددې وخت دی چې تاسې هره ورځ په خپلې روزنې، زدکړې او مهارتونو ته ودې ورکولو باندې کار وکړئ. زما مشوره دا ده چې تاسې دا پرته له دې چې ستاسې په ارګان یا ټیم کې ستاسې مقام څه شی دی دا کارونه ترسره کړئ. هغه خلک چې پلور کوي او عاید رامنځته کوي، هیڅکله به بې کاره، بې پیسو او بې فرصت لرلو نشي. تاسې باید د ټیکنالوژی، سیستم او هنر په ډول د پلور زده کول ومنئ. د پرمختګ د پاره په پلور کې متخصص کیدل ومنئ. دې ته د دندې په سترګه مه ګورئ او مه یې د دندې په څېر ترسره کوئ.
د پلور د هنر زده کولو د پاره له هر ډول فرصت نه ګټه پورته کړئ. کار ته په تلو او راتلو کې چې کوم وخت لرئ هغه د هغه څه په زده کولو مصرف کړئ چې تاسې او ستاسې د کاروبار د پاره عاید رامنځته کوي. نیوکې د لا ډیرو معاملو د ترسره کولو د پاره د یوې لارې په توګه وکاروئ. د خبرو اترو داسې ستراتیژیانې زده کړئ چې ستاسې عاید دوه چنده کړي.
دا مهمه ده چې هر هغه څه زده کړئ (بیا یې زده کړئ) چې د پلور په اړه تاسې پوهوي. تاسې اړتیا لرئ پوهه شئ چې څنګه د پلور فرصتونه رامنځته کړئ، د خپلو مشتریانو انګیزه وټاکئ او یو تړون یا قرارداد ورسره وکړی. تاسې باید د فرصت معرفي کولو، خبرو اترو او استخدامولو وړتیا ولرئ. په خپل کار کې د ورو کیدو وخت د زدکړې وخت دی، نه د شکایت کولو.
او په یاد ولرئ، پلورل یوازې د پلورونکو د پاره نه دی.
هر څوک پلورونکی دی:
ستاسې په کاروبار کې هر یو کس پلورونکی دی. هغه کس چې په استقبالیه کې ناست دی او د خلکو تلیفون ته ځواب ورکوي هم پلورونکی دی. ستاسې د مشتریانو د خدماتو د برخې کار کوونکي هم پلورونکي دي. او د کاروبار مالک یا کار پنځوونکی باید د پلور مشر واوسي. لنډه دا چې د یو کاروبار هر غړئ پلورونکی دی بلکې داسې به ووایو چې په دې نړۍ کې د هر مسلک او هر کار څښتن پلورونکی دی.
مهمه نه ده چې ستاسې محصول څومره استثنایي یا ځانګړی دی، که تاسې یې ونه پلورلی شئ نو تاسې به هیڅ مالي ګټه ونه کړئ. مانا دا چې پلور ستاسې د بریا د پاره ډیر اړین دی.
1 Comment
I am interest