په ګډې بازارموندنې یا نیټورک مارکټینګ کې د ډوپلیکیشن ځواک:
May 31, 2023د درناوي ترلاسه کولو اووه لارې:
June 2, 2023لیک – ستوری خان
۱. د مننې (شکر ایستلو) تمرین وکړئ:
د مننې یا شکر ایستلو چلند ته وده ورکړئ. خپل ځان ته هره ورځ یادونه وکړئ چې ستاسې په ژوند کې څه ښه دي او د هغه څه لپاره چې تاسې یې لرئ منندوی اوسئ، په دې وپوهیږئ چې نور په زړه پوري شیان هم تاسې ته په لاره کې مخې ته را روان دي.
“مننه د ژوند د بشپړتیا مخه خلاصوي. دا هغه څه دي چې مونږ یې په کافي اندازه لرو او دا شته په نور ډیر څه بدلوي. دا انکار په منلو بدلوي، ګډوډي په نظم بدلوي، مغشوشیت په شفافیت بدلوي. دا کولی شي خواړه په میلمستیا ، کور په محل او اجنبی په یوه ملګري بدل کړي.” – میلوډي بیټي
۲. په ځان شفقت کول په یاد ولرئ:
په خپل ځان او خپلو کاملو نیمګړتیاو مهربانه اوسئ. مونږ اړ نه یو چې د عالي کیدو لپاره بشپړ واوسو!
“تاسې اختیار لرئ چې په ورته وخت کې یو ماسټر پیس او یو کار چې لا روان دی، دواړه واوسئ.” – سوفیا بوش
“یوه شیبه دا ولمانځئ چې تاسې څومره لرې راغلی یاست. تاسې د عظمت په سفر کې یاست، او ستاسې هر کوچنی ګام شمیرل کیږي.”
۳. فوکس یا تمرکز وکړئ:
ایا تاسې پوهیږئ چې تاسې په ژوند کې څه شی غواړئ، یا یې لرئ او یا یې جوړول غواړئ؟ د دې توکو لیست جوړ کړئ او بل هر څه ته نه ووایئ. لیزري تمرکز ولرئ!
“بریالی جنګیالی یو اوسط کس دی، مګر د لیزر په څیر تمرکز سره.” – بروس لي
۴. پلان جوړ کړئ:
په دې پوهیدل خورا مهم دي چې مونږ څه غواړو، مګر یوازې د هغې په اړه خوب لیدل کافي نه دي. مونږ باید پلان جوړ کړو او په هغه پلان عمل وکړو.
“د پلان پرته هدف یوازې یوه هیله ده.” – انټوین دې سینټ-ایکسپری
“په پلان کې ناکامي د ناکامۍ پلانول دي.” – ایلن لیکین
۵. کوچني ورځني ګامونه پورته کړئ:
له مونږ هغه څه جوړیږي چې مونږ یې په ورځني شکل تکراروو. دا ټول د کوچنيو ورځني پرمختګونو او د لږو ورځنیو بریاوو په اړه دي. دا ټول د کوچنيو ورځني ګامونو په اړه دي.
“د بریا راز دا دی چې په دې پوه شي چې د وخت په تیریدو سره کوچني ورځني پرمختګونه حیرانونکې پایلې رامینځته کوي.” – رابین شرما
۶. د ژوند زدکوونکی شئ:
هره تجربه ومنئ. خوشالۍ نعمتونه دي، نور ټول هر څه درسونه دي. د دواړو لپاره مننه وکړئ. دوی تاسې هوښیار او پیاوړي کوي.
“هغه درسونه ومنئ چې ژوند یې تاسې ته درکوي، ځکه چې دوی ستاسې د بشپړ ظرفیت آزادولو کیلي لري.”
۷. د استراحت لپاره وخت اوباسئ:
خپل ځان ته اجازه ورکړئ چې آرام وکړئ او خپله بیټرۍ چارج کړئ. هیڅوک په “Duracell” (یو ډول بیټرۍ) نه چلیږي. مونږ ټول د کار او آرام د پاره وخت ته اړتیا لرو.
“آرام او ځانته د وخت ایستل د بریالیتوب د سفر یوه برخه ده.” – ناتالي اورورکې
۸. د خپل ژوند په وخت باور وکړئ:
ستاسې وخت تل ستاسې لپاره مناسب دی. تاسې دقیقا هغه ځای یاست چیرې چې تاسې باید واوسئ. ژوره ساه واخلئ او د خپلو خوبونو سره سم ژوند جوړولو ته دوام ورکړئ.
۹. نه را ایساریدونکي شي:
هیڅ شی نشي کولی د “هر څه چې وي ترسره کوم یې” چلند مخه ونیسي. ” په دې باور دا پریکړه کوي چې تاسې نه ودریږئ – نه دا چې تاسې به هیڅکله ناکام نه شئ.”
۱۰. خپل بریالیتوبونه شریک کړئ:
خپله پوهه شریکه کړئ، نورو ته لارښوونه وکړئ، او مرسته ورسره وکړئ ځکه چې تاسې کولی شئ. د نورو سره مرسته تل ښه احساس لري.
“بریالیتوب تل هغه وخت خوږ وي کله چې تاسې وکولی شئ د لارې په اوږدو کې نورو ته الهام او وده ورکړئ.”
لومړی بونس:
خپل ځان ته هره ورځ یادونه وکړئ چې تاسې څومره په زړه پوري یاست! د خپل عظمت او حقیقت په منلو کې ویره مه کوئ، تاسې د غیر معمولي شیانو ترسره کولو وړ یاست.
دوهم بونس:
په بریا کې د خپلې برخې ادعا وکړئ. تاسې د مینې، درناوی، بریالیتوب، سوکالۍ، او کثرت مستحق یاست. دا ستاسې د زیږون حق دی چې پریکړه وکړئ چې بریا ستاسې لپاره څه مانا لري او په هغې کې د خپلې ونډې ادعا وکړئ!
آئینې ته وګورئ او ځان ته ووایئ: “زه” په زړه پوری او غوره یم! زه د بریالیتوب مستحق یم!”
موسکا وکړئ او ځلانده واوسئ!
د کال خورا پیاوړی دوهمه نیمایي ولرئ!