لس هغه شیان چې باید د ۲۰۲۳ کال په دویمه نیمایي کې یې ترسره کولو ته دوام ورکړئ:
May 31, 2023۲۲ ټولنیز قواعد چې تاسې سره مرسته کولی شي:
June 2, 2023لیک – ستوری خان
که غواړې چې خلک ستاسې درناوی وکړي:
۱. په دوامداره توګه فعال واوسئ.
تل د نورو لارښوونو ته انتظار مه کوئ.
خپل مهارتونه او سرچینې وکاروئ ترڅو کارونه پیل کړئ او ستونزې حل کړئ.
د ځان لپاره د شیانو (امکاناتو) موندلو عادت خپل کړئ. له ننګونو څخه مه وېرېږئ، دا په دې مانا نه ده چې تاسې به د مرستې په لټه کې نه یاست، مګر اجازه مه ورکوئ چې دا مو عادت شي.
۲. خپلې ژمنې وساتئ.
دا تر دې دمه یو له خورا مهم عملونو څخه دی چې تاسې یې د درناوی ترلاسه کولو لپاره ترسره کولی شئ.
تل ژمن واوسئ او ژمنو ته درناوی وکړئ.
که تاسې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ډیرې ستونزې ومومئ، دا پدې مانا ده چې تاسې ډیرې ژمنې کوئ چې تاسې یې نشي ساتلی. د دې پرځای چې ژمنې یې پوره کیدو پاتې شي، ژمنه مه کوئ.
۳ ډیر ښه کیدل یا ښه اوسیدل پریږدئ.
د ښه او مهربانه تر منځ توپیر دی، په توپیر پوه شئ او سوله وپیژنئ.
د هرچا د خوشحالولو هڅه به تاسې ډیر لرې ځای ته ونه رسوي. که ستاسې هدف د درناوي وړ وي نو د فشار راوړل خورا ناخوښه عمل دي.
۴. عاجزي تمرین کړئ.
تاسې تل سم نه یاست، او تاسې په هرڅه کې غوره نه یاست. هر هغه څوک چې تاسې ورسره ملګری کیږئ کولی شي تاسې ته یو څه درس درکړي.
په ځان باور له هغه ځای څخه نه راځي چیرې چې تاسې غوره یاست.
۵. غوره اخلاق ولرئ.
ډیری د دې مهمې کوچنۍ مشورې څخه سترګې پټوي.
تاسې په څه باور لرئ؟
ستاسې لپاره څه مهم دي؟
تاسې غواړئ نړۍ څه ډول بدله کړئ؟
دا ډول پوښتنې به تاسې د خپل شخصي اخلاقي کوډ اساس ته ورسوي.
– با ډسپلینه اوسئ.
– په ځان باور ولرئ.
– قوي عادتونه خپل کړئ.
– موخې تعقیب کړئ، نه پردۍ ښځې.
۶. خپل احساسات کنټرول کړئ.
ډاډ ترلاسه کړئ چې د هغه شیانو په وړاندې ستاسې د فوري غبرګونونو مخه ونیسئ کوم چې تاسې خورا احساساتي کوي – که دا ښه وي یا بد.
ښه مشران او ښه درناوي لرونکي خلک د ځواب ویلو او عکس العمل په توپیر پوهیږي.
۷. د نورو په اړه پاملرنه وکړئ.
د نورو په اړه پاملرنه پیل کړئ. خپل چاپیریال او په خپل ژوند کې خلکو ته پام وکړئ.
دا ښیي چې تاسې یوازې په خپل ځان تمرکز نه کوئ، او تاسې دا احساساتي وړتیا لرئ چې د نورو پاملرنه وکړئ او د اړتیا په وخت کې یې مرسته وکړئ.