ولې کمزورې پریکړې کول خورا خطرناکې دي:
June 8, 2023پانګونه او د پانګونې حسابونه:
June 13, 2023لیک – ستوری خان
𝙇𝙚𝙖𝙙𝙚𝙧𝙨 𝙖𝙧𝙚 𝙧𝙚𝙖𝙙𝙚𝙧𝙨
مونږ ټولو دا مشهوره محاوره اوریدلی، مګر ددې حقیقت پلي کول واقعیاً د وخت ضایع کولو او ریښتیني بریا ترلایه کولو ترمینځ توپیر کیدای شي.
یو مشر چې لوستونکی وي زدکړې ته لومړیتوب ورکوي. زدکړه وخت نیسي. په مشرتابه کې د ډیرو لپاره، د ګڼې ګوڼې نه ډک مهال ویش لا دمخه هره شته شیبه له مینځه وړي.
نو، یو مشر چې لوستونکی دی هغه څوک دی چې زدکړې ته یې لومړیتوب ورکړی او د مطالعې لپاره یې وخت په نښه کړی.
هغه څه چې مونږ ورته لومړیتوب ورکوو، په دې مانا ده چې مونږ ته د هغې د ارزښت اندازه شوې ده. د مطالعې له لارې زدکړې ته وخت ورکول د هغه ارزښت نښه ده چې مونږ یې په زدکړه کې وینوو.
د ډیرو لپاره چې له ښوونځي څخه فارغ شوي، مطالعه کول د هغه څه ښه کول وي چې دوی پرې پوهیږي، یا د نوي پوهې ترلاسه کول وي چې اکثرا د مطالعې څخه لاس ته راځي.
زه باور نه لرم چې دا یو تصادف وي چې ډیری لوی مشران مطالعې ته لومړیتوب ورکوي. هیڅ اجراییوي رییس، د کاروبار متشبثین یا سازماني (ټیم) مشر یوه ورځ د بریا لپاره د اړتیا وړ پوهې سره نه را ویښیږي.
ډیری لوی مشران د پوهې او شخصي پرمختګ په دوامداره تعقیب کې سترګ وږي لوستونکي دي.
د یو مشر په توګه، مطالعه ستاسې په ژوند خورا لوی تاثیر لري او د مطالعې په عادت کولو کې پاتې راتلل هم ستاسې د مؤثره رهبري کولو په وړتیا اغیزه کوي.
مطالعه زمونږ لید هم پراخوي، نوي نظرونه او پروسې را معرفي کوي چې نورو بشپړ کړي دي.
د مطالعې له لارې مونږ د پام وړ پوهه ترلاسه کوو چې زمونږ پریکړې تاییدوي او کله یې چې مونږ پلي کوو مونږ ته اعتبار او باور راکوي.
د مشر په توګه د مطالعې عادت رامینځته کول به تاسې سره په لاندې برخو کې خورا مرسته وکړي
۱ – غوره پریکړه کول:
مطالعه مونږ ته هغه تجربو ته لاسرسی راکوي چې زمونږ خپلې نه دي. دا مونږ ته راښيي چې نور خلک څنګه په مشرتابه، کاروبار او ژوند کې ستونزو سره مخ کیږي. دا مشرانو ته د غوره پریکړو کولو لپاره نور اختیارونه ورکوي. د مطالعې له لارې، مشران د مختلفو لیدونو سره مخ کیږي چې ممکن دوی وهڅوي چې د ستونزو سره نوی یا مختلف چلند وکړي.
۲ – په پوهه او تخصص کې زیاتوالی:
د مطالعې پرته، زمونږ تخصص به زمونږ تر مستقیمو تجربو پورې محدود وي. مونږ په چټکۍ سره ژوند نه تجربه کوو، نو زمونږ مستقیمه تجربه هم محدوده ده.
مطالعه مونږ ته د نورو خلکو ژوند او د دوی د مشرتابه د مهارتونو په اړه تجربه راکوي چې مونږ سره مرسته کولی شي تر څو پوه شو چې څنګه د ستونزو، سازماني او کاروباري ننګونو سره مقابله وکړو.
۳ – ستونزو ته د حل لارې چارې برابرول:
زما د پوهې تندې له ما سره د ځینو ستونزو د حل په موندلو کې مرسته کړې چې زه په ماشومتوب کې ورسره مخ وم ځکه زه پوهیږم چې ما په کتابونو کې لوی ځوابونه، په زړه پورې حلونه او د بدلون تګلارې موندلې دي. په بل عبارت، ما په هغه کتابونو کې چې ما لوستلي دي د خپل ځان یوه غوره نسخه موندلې ده.
ما هغه قوتونه چې زه یې لرم، هغه ضعفونه چې زه پرې کار کولو ته اړتیا لرم او د هغو پوښتنو ځوابونه چې زه یې حیران کړی یم موندلي دي.
مطالعه د غوره رهبر کیدو لپاره یوه له غوره او ممکنه لارو څخه ده. دا په دې مانا ده چې وخت وقف کول، د زدکړې مهارتونو ته وده ورکول او د پوهې پلي کول دي.
که تاسې یو مشر یاست او په مشرتابه کې خپل سفر پیل کوئ، تاسې باید د مطالعې عادت خپل کړئ.