ځنډ کول او د خلاصون لاره:
June 15, 2023د خرڅلاو په اړه روزنه.
June 20, 2023لیک – ډاکټر فرید
ژباړه – ستوری خان
۱. شکایت کول / ملامتول:
بریالي خلک نه شکایت کوي او نه نور ملامتوي. په خپل ځان او وړتیاوو د باور نشتوالی یو لوی لامل دی چې خلک نور تورنوي کله چې یو څه غلط شي. کله چې تاسې د یو څه لپاره چې غلط ترسره کیږي نور ملامتوئ، نو تاسې د خپل ځان لپاره عذرونه پیدا کوئ او بهانې جوړوئ. کله چې تاسې نور نه ملامتوئ، تاسې د شخصي ودې لپاره ځای پیدا کوئ.
۲. بحث کول / چیغې وهل:
بریالي خلک بحث نه کوي مګر د نورو خبرو ته غوږ نیسي، د دوی پای ته رسیدو ته انتظار باسي، او بیا خپل نظر وړاندې کوي. ددې پر ځای چې د هر دلیل ګټلو هڅه وکړي، دوی دلیل ته د فرصتونو په توګه ګوري تر څو د مختلفو لیدونو څخه زدکړه وکړي او وده وکړي.
۳. مداخله کول:
کله چې نور خلک خپل لید بیانوي نو بریالي خلک د بل کس په خبرو او کارونو کې مداخله نه کوي. دوی غوږ نیسي او بیا پریکړه کوي چې ایا د نورو اشخاصو ذهنیت پراساس ځواب ووایی یا نه. مداخله کول نورو خلکو ته دا ښایي چې د دوی نظر مهم نه دی او بیا دوی دفاعي انداز غوره کوي.
۴. غرور کول:
بریالي خلک غرور نه کوي ځکه چې دوی اړتیا نه لري چې چا ته څه ثابت کړي. دوی په ځان باور لري. د دوی لاسته راوړنې د دوی په اړه خبرې کوي.
۵. کرکه / حسد کول:
بریالي خلک پوهیږي چې سوله ایز ذهن هغه څه دی چې په منفي انرژي د نورو په اړه فکر نه کوي ځکه چې تاسې هغه څه جوړیږئ چې تاسې یې په اړه فکر کوئ.
۶. قضاوت کول:
بریالي خلک قضاوت کوي خو هغه نظرونه تشکیلوي چې د بل فرد سره د خبرو اترو لپاره ځینې اساسي اصول ولري، مګر دوی د ذات، عقیدې، رنګ یا مذهب پر بنسټ د هیچا په اړه قضاوت نه کوي.