د خرڅلاو په اړه روزنه.
June 20, 2023دقیقاً څنګه د کورنۍ او ملګرو سره اړیکه ونیسئ:
June 22, 2023لیک – ستوری خان
هر هغه انسان چې هدف لري تل په خپل هدف کې بریالیتوب غواړي او که تاسې هم په ژوند کې او موخو کې د لوی بریالیتوب غوښتونکي یاست نو دا ۶ شیان تعقیب کړئ
۱. سخت کار (خواري کول):
په بخت باور مه کوئ، په سخت کار کولو یا زبار ایستلو باور ولرئ. د پروسې ګړندي کولو هڅه کول یا د شارټ کټ لټون ودروئ. د بریالیتوب د پاره داسې هیڅ هم نشته.
۲. صبر او حوصله ساتل:
که تاسې صبر له لاسه ورکوئ، تاسې مبارزه له لاسه ورکوئ. د هر کار په لومړي سر کې هیڅ نه پیښیږي، بیا ورو ورو او ناڅاپه په یوځل ډیر څه پیښیږي. ډیری خلک په لومړۍ مرحله کې صبر او حوصله له لاسه ورکوي او همدا دلیل دې چې بریالیتوب ته له رسبدو پاتې شي.
۳. قرباني ورکول:
یو چا څه ښه وئیلي چې، که تاسې د هغه څه لپاره قرباني نه ورکوئ چې تاسې یې غواړئ، نو هغه څه به قرباني کیږي چې تاسې یې غواړئ.
هر څه خپل قیمت لري. پوښتنه دا ده چې، ایا تاسې چمتو یاست چې د هغه ژوند لپاره بیه پرې کړئ چې تاسې یې غواړئ؟
۴. تداوم یا دوام ورکول:
تداوم هغه څه دي چې اوسط په غوره والي بدلوي. د دوامدارۍ پرته به تاسې هیڅکله لوی بریالیتوب ترلاسه نه کړئ. که غواړئ چې لوی بریالیتوب ترلاسه کړئ نو تسلیمیږئ مه او خپلو هڅو او مبارزې ته دوام ورکړئ. همدا د بریالیتوب لاره ده.
۵. ډسپلین یا نظم ساتل:
هڅونه یا انګیزه تاسې پرمخ بیایي، مګر دا نظم دی چې تاسې ته وده درکوي. داسې ورځې به وي چې تاسې به دا “احساس” نه کوئ چې تاسې دا نه ترسره کوئ. پرته له دې چې تاسې څنګه احساس کوئ تاسې باید په داسې ورځو کې په ځان یو څه فشار راوړئ.
۶. په ځان باور درلودل:
په ځان باور درلودل دا دي چې، “ماته هیڅ پروا نه کوي که دوی ما نه خوښوي.” دلته به تل داسې یو څوک حتماً وي چې ستاسې په اړه به قضاوت کوي چې تاسې څوک یاست او له ژوند څخه څه غواړئ. مګر تاسې به د دوی پروا نه ساتی او ستاسې هدف باید یوازې خپلې بریا ته رسیدل وي.