آیا تاسې د خپل نیټ ورک مارکټینګ ټیم جوړولو په اړه جدی یاست؟
June 24, 2023وېره څه ده او څنګه پرې برلاسي شوو؟
July 17, 2023لیک: ستوری خان
زه پوهیږم چې په لومړیو کښې نیټ ورک مارکټینګ سخت او ننګوونکی کیدای شی، آیا کله مو داسې انګیرلې ده چې تاسې په نیټ ورک مارکټینګ کښې ماتې خوړلې ده؟
که مونږ ریښتیا ووایو نو مونږ اکثره په نیټ ورک مارکټینګ کښې په ځینې وختونو کښې له ماتې سره مخ شوی یو. زه یی منم چې زه هم ور سره مخ شوی یم.
ډیر بریالی خلک هغه دی چې ډیر له ماتې سره مخ شوی دی.
په عامه توګه مونږ ددغو وګړو او ددوئ د شرکتونو په اړه هغه معلومات لرو چې دوئ یې په تر سره کولو سره بریالی شوی دی او یا د هغو هڅو په اړه خبر یو چې دوئ بریا ته تر رسیدو پورې تر سره کړی دی. دا چې مونږ ددوئ د ماتو په اړه معلومات نه لرو نو دا ددې سبب کیږی چې مونږ یوازې ددوئ د لاس ته راوړنو سره ځان مقایسه کوو.
دا په اصل کښې مونږ ته د هغو تېروتنو او ستونزو چې ورسره مخ کیږو اصلاح کول سختوی او زمونږ خپل فکرونه ددې سبب شی چې خپلې وړتیاوې تر پوښتنې لاندې راولو، پرته له دې چې دا خبره په پام کښې وساتو چې د بریا د تر لاسه کولو نه وړاندې مونږ له ستونزو او ماتو سره مخ کیدای هم شو.
داسې فکرونه مونږ له ماتې ویروی، حتئ په ځوانئ کښې لا مونږ ته داسې راښودل کیږی چې تېروتنه کول او ماتې خوړل بد کار دې. زمونږ ذهن په خپله د تېر وخت دا دردونکی یادونه راته مخې ته کوی او د منفی احساساتو سبب کیږی، په ځان مو بې باوره کوی او د تېروتنو د ترسره کولو نه مو ډاروی.
جې کې راولینګ چې یو مشهور لیکوال دې وایی « دا امکان نه لری چې تاسې په یو څه کښې له ماتې خوړولو پرته ژوند وکړئ، که تاسې په دومره احتیاط ژوند کوئ نو تاسې اصلا ژوند نه کوئ چې دا په خپله یوه ماتې ده»
حوصله ولرئ،
په ژوند کښې ماتې راځی، هیڅوک بشپړ نه دې او مونږ په سخت وخت کښې له ماتو سره مخ کیږو. خو که چیرې مونږ د ماتې له ویرې په متحاط ډول ژوند وکړو نو مونږ به هیڅ د هغه ماتو چې په ژوند کښې یې تجربه کوو مدیریت کول زده نه کړو. نو کله چې مونږ له ستونزو سره مخ کیږو، دا اکثر ددې سبب کیږی چې مونږ ماتې ومنو او تسلیم شو.
پوښتنه بیا هم پاتې ده. مونږ څنګه کولئ شو چې ځان پوهه کړو یا دا زده کړو چې کله که داسې ننګونو سره مخ شو نو څنګه کولئ شو چې د خپلې ګټې لپاره یې وکاروو؟
دلته درته څلور هغه لارې وړاندې کوم چې تاسې پرې منفی تجربې په مثبتو پایلو بدلولئ شئ.
۱. دا ومنئ چې ماتې خوړل ددغه بهیر یوه برخه ده:
کله چې سخت وخت راشی نو یو مایوسه کوونکې خبره چې له نورو یې اورو هغه دا ده چې «مثبت اوسه» د مثبت فکر دغه مفهوم د خلکو له لورې تل ناوړه کارول شوی دې. ددې د اوریدو سره سره مونږ په هغه څه چې له مونږ سره پیښیږی خوشالیدئ نه شو. څوک چې دا خبره کوی یا خو دروغ وایی یا لیونئ دې. مثبت فکر، کیدای شی ددې د پاره وکارول شی چې مونږ زدکړه وکړو او له هغه څخه چې مونږ یی تجربه کوو راووځو.
ددې مانا دا نه ده چې ماتې خوړولو هڅه وکړه. ددې مانا دا ده چې که له ستونزې یا ماتې سره مخ شوې نو شاته مه کښینه بلکې په دې پوهه شه چې دا ستا اخری منزل نه دې. دا یوازې ستا په سفر کښې یوه مرحله ده چې تاسې هغه ځای ته رسوی چې تاسې ورته اړتیا لرئ چې هلته اووسئ.
کله چې مونږ په ژوند کښې ستونزې تجربه کوو نو دا سمه ده چې پاتې به راځو، په ځان به غصه کیږو او مایوسه کیږو به خو موخه مو باید هم دلته پاتې کیدل نه وی.
۲. خپله مایوسی یا ناهیلی لرې کړئ.
کله چې تاسې یو څه مخ ته ولاړئ او لاره مو ځان ته پاکه کړه نو تاسې بیا دا قبلولئ شئ چې څه پیښ شوی لنډه دا چې بیړه به له مینځه ولاړه شی او تاسې به بیرته په هغه څه چې درسره پیښ شوی دی له سره تمرکز وکړاې شئ.
۳. بې حده صادق اووسئ:
تر ټولو سخته مرحله چې ۹۰ سلنه خلک یی نه کوی هغه دا ده چې دوه دقیقې وخت په هغه څه چې درسره پیښ شوی دی منعکس کړئ او د خپل ځان سره صادقانه پریکړه وکړئ چې ولې داسې وشول؟
اکثره خلک هر هغه څه کوی چې د تېروتنو د بیا تکرارولو مخه نیسی.
هر څو که مونږ دا کار ونه کړو نو مونږ زدکړه نه کوو او که مونږ زدکړه ونه کړو نو مونږ غیر معمولی خطر سره مخ کیږو. آینشتاین وایی دا غیر معمولی ده چې مونږ یو تېروتنه بیا بیا کوو خو د بدلې پایلې تمه لرو. که مونږ له خپلو تېروتنو زدکړه ونه کړو نو دا تېروتنې به پرته له دې چې پرې پوهه شو تکراریږی.
۴. وړاندې تګ:
مونږ له خپلو تېروتنو نه په زدکړې سره مخ ته تګ کوو او په اړینو اصلاحاتو سره تر بریا رسیږو. هر بدلون چې راولو، د هر نوی کس سره چې وینو او هر نوی معلومات چې تر لاسه کوو ددې سبب کیږی چې مونږ نوې پایلې ولرو.
مونږ په ژوند کښې د خنډونو پیدا کیدل نه شو بندولئ خو دا پریکړه کولئ شو چې څنګه یی حل کړو. دوئ کیدای شی په موقتی ډول زمونږ د موخې مخه ډب کړی خو که مونږ صبر وکړو نو مونږ هغه امکانات موندلئ شو چې په هغه بلې خوا زمونږ په تمه دی. څنګه چې مونږ له دې بهیر اغیزمن شو نو په ځان کښې دا ځواک پیدا کولی شو چې په سختو حالاتو کښې هم مثبت اړخونه ووینو.
هیله ده دا معلومات به په هغه وخت کښې چې تاسې ناهیلې یئ مرسته درسره وکړی. اوس نو بیرته راپورته شئ او دغه کارونه د ځان او خپلې کورنئ د لا ښه راتلونکی په موخه تر سره کړئ.