د ذهنونو د لوستلو هنر:
July 18, 2023د نیټورک مارکټینګ ګټې او زیانونه:
August 6, 2023لیک – اېرېک وورې
ژباړه – ستوری خان
نو تاسې پرېکړه کړې ده چې تاسې غواړئ د نیټورک مارکټینګ مسلک پیل کړئ مګر کومه کمپنی کې ګډون وکړئ؟
دا پرېکړه کول ستونزمن کار دی چې کومه کمپنی ستاسې د پاره غوره ده.
له همدې امله زه هغه ۵ کلیدي عناصر درسره شریکوم چې تاسې باید د ګډې بازارموندنې د یو شرکت د غوره کولو په وخت کې ددې ارزونه وکړئ. دا ۵ عناصر به تاسې سره د عالي پریکړې په کولو کې مرسته وکړي!
۱ – محصولات یا خدمات:
د محصولاتو یا خدماتو په اړه ۴ پوښتنې دي چې تاسې یې باید وکړئ.
الف: آیا دغه ډول محصول ته اړتیا شته؟
ب: آیا دغه محصول اړتیا پوره کوي؟
د: آیا دا د ارزښت له مخې پلورل کیږي؟
ج: آیا ددې بیه د ګټې د پاره ټاکل شوې ده؟
۲ – کمپنی یا شرکت:
د کمپنی مالک یا بنسټ ایښودونکی یا اجرائیه ریس یه په ټوله کې پرېکړه کوونکی څوک دی؟
آیا دوی ښه مشران دي چې د ستونزو حل کولو او د بازار د سمون درلودلو وړتیا لري؟
یو بد مشر تل د ستونزو د حل کولو پر ځای ستونزې را پیدا کوي.
۳ – د تادیاتي پلان جوړښت:
ایا خلک کولی شي په خپله اصلي پانګه بیرته ګټه ترلاسه کړي او په نسبتا چټکۍ سره یو څه پیسې وګټي؟
ایا د یوې مناسبې برخې وخت له مخې هڅو پایله به د مناسب وخت عاید ولري؟
ایا د هغو خلکو لپاره فرصت شتون لري چې د ډیرو پیسو ګټلو لپاره خورا لیواله دي؟
۴ – د همکارۍ یا سپورټ سیستم:
آیا د ملاتړ یو ښه سیسټم شتون لري چې پکې تخنیکي او د کور نه د کار کولو ملاتړ په کې شامل وي؟
آیا د کمپنی لخوا غونډې ترتیبږي؟
آیا د کمپنی لخوا روزنه ورکول کیږي؟
آیا د کمپنی سره د اړیکو نیولو سیستم منظم دی؟
آیا د کمپنی لخوا د پرمختګ یا ستونزو په اړه راپور ورکول کیږي؟
۵ – د ګډون یا پیل د پاره وخت:
شرکت د خپل ژوند په دوره کې چیرته رسیدلی دی؟
که تاسې په اول وخت کې په کې ښکیل شئ، نو لوړ خطر شتون لري، او په بالقوه توګه، لوړ انعام یا ګټه هم لري.
که تاسې وروسته په کې ښکیل شئ، خطر شاید کم شوی وي، مګر ممکن احتمالي انعام یا ګټه ولري.
که تاسې کولی شئ دا ټولې ۵ برخې سمې ومومئ، دا یو لوی فرصت دی! تاسې خپل شرکت موندلی.
که نه، تاسې کولی شئ حتی د ۵ څخه ۳ برخو سمو موندلو سره هم بریالي شئ.
په هرصورت، د هر شرکت ارزونه وکړئ چې تاسې یې په پام کې نیسئ، پریکړه وکړئ او مخکې لاړ شئ!