د مالي خپلواکۍ تعریف:
September 4, 2023لیک – ستوری خان
ستاسې د ټیم جوړولو ترټولو ګړندۍ او اسانه لاره دا ده چې ستاسې د مشرتابه یا leadership څخه ګټه پورته کړئ څوک چې دمخه د درې اخیزه اړیکو له لارې دې کاروبار ته راغلي دي یا په دغه پروسه کې تجربه لري.
دا به ستاسې د مشتري سره مرسته وکړي چې د دریمې ډلې یا کس څخه پیغام یا معلومات واوري. په رواني لحاظ دا ستاسې مشتري ته یو ډول باور ورکوي، په ورته وخت کې دا دوی ته د درناوي احساس هم ورکوي. ما دا هڅه کړې او دې زما لپاره په بشپړ ډول کار کړی.
راځئ سر له سبا د یوې اونۍ لپاره دغه کار پیل کړئ او تاسې به یې پایله وګورئ.
خو مخکې له دې چې ددې کار تمرین پیل کړی، راځئ چې د درې اړخیزو اړیکو په اړه څو مهم ټکي زده کړو.
درې اړخیزه اړیکې څه شی دی؟
درې اخیزه اړیکې یوه پیاوړې وسیله ده چې بازارموندونکي یې د دوی د اپلاین د تخصص او اعتبار څخه ګټه پورته کولو لپاره کاروي. دا یوه ساده مګر مؤثره لاره ده چې په نیټورک مارکټینګ کې د ټیم مشر ته د مشتري معرفي کول او د دوی پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کول یې اصل هدف وي.
دلته د درې اړخیزه تلیفوني خبرو اترو تنظیمولو څرنګوالي په اړه ځینې ګامونه دي چې باید زده یې کړئ:
۱. مخکې له دې چې تاسې خپل مشتري ته زنګ ووهئ، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسې د خپل اپلاین څخه اجازه اخیستې او دوی د خبرو په وخت کې شتون لري. یعنې ستاسې هدف باید دا وي چې د دوی په مهالویش یا بوختیاو کې مداخله ونه وکړئ. بلکې له هغوی څخه وپوښتئ چې کوم وخت د دوی لپاره غوره دی او څومره وخت کولی شي چې خبرې وکړي.
۲. بیا، خپل مشتري ته زنګ ووهئ او اړیکه ورسره جوړه کړئ. دوی ته د فرصت د ګټو یادونه وکړئ او دا ورته روښانه کړئ چې ولې تاسې د دوی په اړه فکر کاوه. له هغوی څخه وپوښتئ چې دوی کومه پوښتنه یا اندیښنه لري چې تاسې یې حل کولی شئ.
۳. بیا، د درې اړخیزه اړیکې مفکوره ورته معرفي کړئ. دا ورته تشریح کړئ چې تاسې یو لارښود یا یو ملګری لرئ چې په دغه کاروبار کې خورا بریالي دی او که کولی شئ د هغوی کیسه او بصیرت ورسره شریک کړي. دوی ته دا هم ووایئ چې دا کس ډیر بوخت دی مګر موافقه یې کړې چې د ستاسې لپاره به یو څه وخت اوباسي. له مشتري څخه وپوښتئ چې ایا دوی د څو دقیقو لپاره له هغه سره د خبرو کولو لپاره وخت لري.
۴. که دوی موافق وي، نو خپل اپلاین ته زنګ ووهئ او تلیفونونه سره یوځای یا وصل کړئ. خپل مشتري او ستاسې مشر یو بل ته معرفي کړئ او تر دې دمه د ترسره شوو خبرو لنډیز بیان کړئ. بیا، خپل اپلاین په پام کې ونیسئ او په دقت سره یې خبرې واورئ. مداخله مه کوئ یا هیڅ شی مه اضافه کوئ پرته له دې چې غوښتنه درڅخه وشي.
۵. د درې اړخیزه اړیکې یا زنګ وروسته، ستاسې د اپلاین او ستاسې د مشتري څخه د دوی د وخت او پاملرنې لپاره مننه وکړئ. د خپل مشتري سره موضوع تعقیب کړئ او له هغوی څخه وپوښتئ چې دوی د تلیفوني خبرو اترو په اړه څنګه احساس کوي. ترې وپوښتئ چې کوم پاتې اعتراضونه یا شکونه شته چې دوی یې لري او د پروسې راتلونکي ګام ته یې لارښوونه وکړئ.
پایله:
درې اړخیزه اړیکې یا زنګ ستاسې د اپلائن تخصص او اعتبار څخه ګټه پورته کولو لپاره یوه ساده مګر پیاوړې لاره ده. دا کولی شي تاسې سره مرسته وکړي چې ستاسې او د مشتریانو ترمنځ باور او اړیکې رامینځته کړي او دوی ستاسې سره په کاروبار کې یوځای کیدو ته نږدې کړي. دا مرحلې تعقیب کړئ او په منظم ډول یې تمرین کړئ ترڅو دا مهارت ترلاسه کړئ.