د کاروبار په اړه لس درسونه چې ما زده کړي.
February 15, 2023هر څوک پلورونکی دی:
March 30, 2023لیک – ستوری خان
یو چا رانه پوښتنه وکړه چې د غوره پلور د ترسره کولو د پاره څنګه غوره پوښتنې وکړو؟
زما ځواب په لاندې ډول دی.
زه به خپله مشوره په پینځو برخو وویشم ځکه چې ددې موضوع د روښانه کولو د پاره ډیرو خبرو باندې پوهیدلو ته اړتیا ده.
۱ – د بیړنیو لاملونو موندلو د پاره د پایلې لرونکې پوښتنو کول.
۲ – مشتري پایلې لرونکو افکارو ته رسول.
۳ – په سم وخت کې سمه لهجه کارول.
۴ – په سم چوکاټ کې پوښتنې کول.
۵ – د وضعیت سره سمې پوښتنې کول.
۱ – د بیړنیو لاملونو موندلو د پاره د پایلې لرونکې پوښتنو کول:
کله چې تاسې د مشتري د بې کفایتۍ پایلو ته ژوره کتنه کوئ، نو تاسې د دوی لپاره د بیړنۍ اړتیا لامل کیږي چې دوی باید همدا اوس د دوی ستونزې حل کړي، نه وروسته.
دلته یوه عمومي پوښتنه ده چې تقریباً په هر صنعت کې کار کوي.
که تاسې په دې اړه هیڅ ونه کړئ، او وضعیت نور هم خراب شي، پایلې به یې څه وي؟
اندازه ولګوئ چې د دوی په ذهن کې به څه تیریږي کله چې دوی په دې وپوهیږي چې دغه ستونزه څومره بده کیدای شي. دوی به حتماً ددې بیړنۍ حل لاره وغواړي.
۲ – مشتري پایلې لرونکو افکارو ته رسول:
ناسمه وینا – که تاسې پیسې درلودلی نو آیا تاسې به دا کاروبار کړی وای؟
سمه وینا – نن چې مونږ په څه وغږیدو د هغې کومه برخه داسې ده چې تاسې فکر کوئ چې په ریښتیا سره تاسې ته په یو کال کې دومره عاید درکولی شي چې ستاسې ستونزه پرې حل شي؟ (دوی چې څه غواړي ووایي، تاسې یې هم ورسره تکرار کړئ)
۳ – په سم وخت کې سمه لهجه کارول:
کله چې تاسې پوښتنه کوئ نو ستاسې باید پلټونکي او لېوالتیا ښکاره کړئ.
ارام او ټولنیز اووسئ.
⁃ کله چې د مشتري خبرې اورئ نو په دمه دمه د هو، هممم او آه په څېر توري وکاروئ.
⁃ د خبرو په جریان د لاس په خورولو سره اشاره کوئ
ددې کار په ترسره کولو سره به تاسې ډیر طبعي ښکاری.
۴ – په سم چوکاټ کې پوښتنې کول:
د اوسط درجې پلورونکي خپلې پوښتنې په داسې لهجه کې کوي چې د دوی د پلور په وړاندې مقاومت رامنځته کوي. تاسې باید په داسې لهجه کې پوښتنې مطرح کړئ چې د مشتري د پاره تقریباً دفاعي انداز غوره کول ناممکن کړي.
ناسمه وینا – آیا تاسې غواړئ چې د چهارشنبې په ورځ په ۱۰ بجو یا د پنج شنبې په ورځ په ۱۱ بجو سره وغږیږو؟
سمه وینا – آیا دا به له تاسې سره مرسته وکړي که په راتلونکو څو ورځو کې یو بل ملاقات هم وکړو چې څنګه د (ا ب ج) فرصت لمخې ستاسې (دذر) ستونزه چې تاسې یې لرئ حل کړو؟
(د دوی ستونزه ورته تکرار کړئ)
۵ – د وضعیت سره سمې پوښتنې کول:
ستاسې مشتري په ډیری برخو کې ستاسې سره د خبرو اترو دمخه په خپله ریښتینې ستونزه نه پوهیږي.
د وضعیت سره د سمې پوښتنې یوه بیلګه:
آیا کولی شئ چې تاسې د هغه ستونزو په اړه چې همدا اوس ورسره مخ یاست ماته په تفصیل سره ووایئ تر څو زه غوره پوی شم چې څنګه کولی شو په ګډه ورته حل لاره ولټوو؟
د پلور اساسي هدف د مشتري ستونزه یا ستونزې حل کول دي او که تاسې پورتنۍ سپارښتنې په پام کې ونیسئ او عملي یې کړئ نو زه باور لرم چې تاسې به یو غوره پلورنکي واوسئ.