نړۍ لګیا ده بدلیږي!!!
April 4, 2023څنګه د نیټورک مارکټینګ یو شرکت انتخاب کړو؟؟
May 31, 2023راټولوونکی او ژباړه – ستوری خان
د نیټورک مارکټینګ صنعت چې له ۱۸۸۶ کال څخه د پیل سرچینه اخلي او د نړۍ په کچه تقریباً له ۱۲۰ تر ۱۲۵ میلیونه خلک د نیټورک مارکټینګ په صنعت کې بوخت دي چې تر ۲۵ میلیونه یې فعال بازارموندونکي دي او تر ۱۰.۵ میلیونه خلک دا د بشپړ مسلک په توګه پرمخ بیایي. یا په بله مانا ۹۱ سلنه یې د وروسته له وخته کار په توګه او ۸.۲ سلنه یې د بشپړ وخت د کار په توګه پرمخ بیایي.
هر کال په دې صنعت کې د ګډونوالو په شمیر کې ۱.۵ سلنه لوړوالی راځي.
په آسیا کې تقریباً ۷۰ میلیونه خلک، په امریکا کې تقریباً ۳۳.۷ میلیونه خلک، په اروپا کې تقریباً ۱۴.۵ میلیونه خلک او په آفریقا کې تقریباً ۷.۶ میلیونه خلک په نیټورک مارکټینګ کې بوخت دي.
د نړۍ په کچه تقریباً ۴۳.۳ میلیونه خلکو دغه صنعت د اضافي عاید درلودلو د پاره خپل کړئ دئ.
یوازې په هند کې تقریباً تر ۲.۷ میلیونه میرمنې په نیټورک مارکټینګ کې بوختې دي او له دې لارې عاید ترلاسه کوي.
تقریباً ۸۰ سلنه خلک چې دغه صنعت ته راځي د بازارموندې د کاروبار په اړه تېره کاري تجربه نه لري. یوازې تقریباً ۲۰ سلنه نوي کسان یې د بازارموندنې تېره کاري تجربه لري.
تقریباً ۱۴ سلنه بازارموندونکي په کې د کال تر ۵۰۰۰ ډالرو عاید لري، تقریباً ۶ سلنه په کې تر لس زره ډالرو او درې سلنه یې تر ۲۵ زره ډالرو یا تر دې لوړ عاید لري.
تقریباً ۹۰ سلنه بازارموندونکي ددغه صنعت څخه راضي دي او یاد صنعت ته یې له لسو څخه اته نومرې ورکړي دي.
دا صنعت تقریباً له ۲۰۰ څخه ۲۵۰ میلیارده ډالرو پورې په نړیوال بازار کې ونډه لري او هر کال تقریباً تر ۳۲ میلیارده ډالرو پورې پلور په کې ترسره کیږي. تمه ده چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به ددې صنعت ونډه تر ۳۰۰ میلیارده ورسیږي.
هغه کمپنیانې چې د صحت او ښکلا محصولات پلوري ددې صنعت ۳۰ سلنه برخه را خپلوي.
تقریباً ۸۰ سلنه نیټورک مارکټران د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل کاروبار پراخوي او پلور ترسره کوي.
تقریباً ۵۰ سلنه خلک د کلک هوډ نه درلودلو له کبله دغه صنعت په لومړي کال کې پریږدي او هغوی چې په دې صنعت کې تر دوه کالو پاتې کیږي او دوام ورکوي، له ۶۰ تر ۷۰ سلنه خلک د متفاوتو پایلو په ترلاسه کولو سره بریالي کیږي او له ۲۰ څخه ۳۰ سلنې پورې خلک ددې وړتیا پیدا کوي چې د مارکټینګ له لارې د کال شپږ شمیریزه عاید ترلاسه کړي.
نو ظاهره خبره ده چې له دې ناخبره یا پکې ناکام خلک به ددې صنعت په وړاندې منفي فکر لري او پر ضد به یې غږیږي.
هغوی چې په دې صنعت پوی دي او په کې تر یو حده یا ډیر بریالي دي دا صنعت د مالي استقلال او متشبثیت غوره لاره بولي ځکه چې په دې صنعت کې د زمان، مکان او عاید هیڅ محدودیت نیشته.
پایله:
په پایله کې، به ووایو چې دا ریښتیا ده چې د نیټورک مارکټینګ کاروبار د پام وړ ګټې رامینځته کولو احتمال درلودلو سره یو ژمن کاروباري فرصت هم دی؛ په هرصورت، دا هم اړینه ده چې د سیالۍ لوړې کچې او همدارنګه احتمالي خنډونه هم په پام کې ونیسو چې ممکن د بریالۍ پانګونې لپاره رامینځته شي.
غوره خبره دا ده چې په دې اړه دقیقه او ژوره مطالعه وکړو او له منفي ذهنه خلکو ځان لرې وساتو.