په ځان د باور موندلو اته لارې:
June 7, 2023ولې کمزورې پریکړې کول خورا خطرناکې دي:
June 8, 2023لیک – ستوری خان
ستاسې مالي وضعیت ستاسې په ژوند کې مهم رول لوبوي او تاسې باید ددې په اړه ډیر فکر وکړئ چې تاسې څنګه یا څه ډول پرېکړې کوئ.
۱. شتمنۍ ترلاسه کړئ نه مکلفیتونه (پورونه):
شتمنۍ هغه شیان دي چې ارزښت یې زیاتیږي او تاسې ته ډیرې پیسې درکوي.
پداسې حال کې چې مکلفیتونه غیر ضروري شیان دي چې ستاسې پیسې مصرفوي.
تاسې باید د شتمنیو په ترلاسه کولو ډیر تمرکز وکړئ چې ستاسې سره ستاسې د عاید په وده کې مرسته کوي.
۲. مالي پوهه ترلاسه کړئ:
دا خورا مهمه ده.
د پیسو د اداره کولو او زباتولو وړتیا لپاره تاسې اړتیا لرئ په مالي برخه کې پراخه پوهه ولرئ تر څو زده کړئ چې دا کار به څنګه کوئ.
تاسې نشئ کولی خپلې پیسې په ښه توګه اداره کړئ که تاسې خپل ځان د پیسو د کار کولو په اړه پوه نه کړئ.
ددې د زده کولو یوه غوره لاره د مالي کتابونو لوستل او مطالعه کول دي.
۳. غیر ضروري لګښتونه کم کړئ:
ډیری خلک یوازې هغه شیان اخلي چې دوی ورته اړتیا نه لري او دوی په دغه شیانو ډیرې پیسې بې ځایه مصرفوي.
په دې اړه ژور فکر او کار وکړئ او وګورئ چې ستاسې مالي وضعیت څنګه مثبت بدلون مومي.
۴. په خپل ذهن پانګونه وکړئ:
زما مطلب دا دی چې تاسې باید داسې توکي او کورسونه واخلئ چې ستاسې ذهن په دې اړه ډیر روښانه کړي او تاسې ډیر پوهه کړي.
تاسې کولی شئ یوازې د خپلو معلوماتو په کچه چې څومره تاسې پوهیږئ عمل وکړئ.
د نورو اړوندو معلوماتو ترلاسه کول به واقعیاً تاسې سره ستاسې د مالي چارو په اړه غوره پریکړې کولو کې مرسته وکړي.
۵. ډیره سپما وکړئ:
کله چې ستاسې د مالي وضعیت سره مبارزه کوئ نو سپما یو خورا مهم اړخ دی.
د سپما کولو څرنګوالی زده کول به تاسې سره ستاسې د پیسو په ښه اداره کولو کې مرسته وکړي.
او کله چې د پیسو د اړتیا کوم بیړني حالت راشي تاسې به کولی شئ پرته له دې چې د تشویش سره مخ شئ، دا حالت به اداره کړئ.
دا تاسې د غیر ضروري ستونزو څخه ساتي.
زه امید لرم چې دا څو لارښوونې به له تاسې سره مرسته وکړي تر څو غوره مالي پرېکړې وکړئ.