په نیټورک مارکټینګ کې د بریا د پاره نهه سپارښتنې.
July 2, 2022Appreciation Certificate.
July 2, 2022لیکوال – ستوری خان
تاسې یې کوم یو یی؟
لومړی ډله – هغوی چې بې خبره دي:
کله مې چې نیټورک مارکټینګ پیل کړو نو زه هم یو له دغې ډلې څخه وم. زه په هغه څه نه پوهیدم چې پرې نه وم پوی. ما یوازې ددې د پاره چې هیڅ څه کار نه ورکوي، کاینات ملامتولو. شکر چې که چیرې تاسې دغه لیکنه لولئ نو تاسې له هغه کسانو څخه نه یاست.
پوښتنه – که چیرې مونږ له دغې لومړی ډلې څخه واوسو نو څه به پیښ شي؟
ځواب – نو بیا به مونږ په هم هغه ځای کې پاتې و چیرې چې تېر کال و او ددې پایله به ډیره بده وي.
دوهمه ډله – اماتور نیټورکران چې د اوبو ژوروالی ازمایي:
دغه ډله نیټورکران عموماً لاندې کړنې تر سره کوي.
- [ ] زمونږ اوونیزې مشورې اوري تر څو یوه آیډیا ځینې واخلي.
- [ ] د مشتریانو د موندلو د پاره په فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې سرګردان وي. لېوالتیا درلودل سمه ده اما تکیه باید پرې ونه کړي.
- [ ] د نورو غږیز ښوونیز پیغامونه یا لکچر ددې د پاره اوري تر څو وګوري چې نور څه کوي.
دا کړنې د هغه کسانو د پاره ښې دي چې غواړي وګوري چې آیا دا مسلک د دوی د پاره دی او که نه.
دریمه ډله – هغه نیټورکران چې دغه کاروبار جدي اخلي:
دوی زمونږ په وړیا ښوونیزو سمینارونو، ګروپونو، او د نیټورک مارکټینګ په اړه هر ډول هغه ناستو کې ګډون کوي چې په کې د نیټورک مارکټینګ په اړه پوښتنې کیږي. دوی په دې پوهیږي چې نیټورک مارکټینګ یوازې پریزنټیشن نه دی بلکې مهمه دا ده چې مونږ څنګه د خلکو سره وغږیږو. دوی پوښتنې کوي، هغه څه چې زده کړي یې وي تمرینوي یې او غواړي په دغه مسلک کې ځان ته یو پس له وخته (اضافي وخت کې) کاروبار جوړ کړي.
څلورمه ډله – هغه نیټورکران دي چې نیټورک مارکټینګ ته یې کار وئیلی:
دوی تل زدکړه کوي او په هغه جلسو کې چې د نیټورک په اړه په کې ښوونه کیږي ګډون کوي ځکه چې دوی د یوې لویې اداینې د ترلاسه کولو د پاره انتظار کول نه غواړي. دوی غواړي چې هر څومره زر ممکن وي باید لوړ عاید ترلاسه کړي. دا به ددې ډلې خلکو د پاره یو ځانګړی مسلک وي.
دا نو اوس هغه وخت دی چې مونږ باید په دې اړه فکر وکړو چې مونږ د کومې ډلې برخه یوو، حتئ که په دې پوهیدل ځوروونکی هم وي.
مونږ باید له ځان نه وپوښتو چې، “آیا مونږ غواړو چې په نیټورک مارکټینګ کې بریالي شو او که نه؟”
ځواب ځان ته تاسې پیدا کړئ او تر بریا رسیدو کې به مو زه مرسته وکړم.