نیټورک مارکېټینګ څه شی دی؟
July 2, 2022وحید الله بهادرخیل د خان نيټورک اکاډمي د ټول ټیم( شبکي) د مشر په صفت وټاکل شو
July 7, 2022شتمن کیدل هغومره هم سخت نه دي چې څومره غکر کیږي. یواځې دومره ده چې ځینې هغه کارونه یا کړنې ترسره کول غواړي چې خورا اسانې دي مګر مونږ له پامه غورځولي دي.
نن درته دغه کړنې یا عادتونه یو په یو معرفي کوم.
۱- د ماتو له مخې وده کول:
ماتې او بریا لاس په لاس سفر کوي.
هغه څه چې ماتې یې درکوي.
– وده.
– مقاومت.
– تجربه.
– علم یا پوهه.
د ماتې په څېر ګټور څه نیشته خو که زدکړه ترې وکړی.
۲- مطالعه کول:
د نړۍ ۸۵ سلنه شتمن خلک د میاشتې دوه کتابه مطالعه کوي.
هغه څه چې مطالعه یې په اړه مشوره درکوي.
– ژوند.
– کورنۍ.
– کاروبار.
– پانګونه.
– کارپنځونه.
– شخصي وده.
که غواړی بریالي واوسی باید مطالعه وکړی.
۳- د عاید مختلفې سرچینې برابرول:
د منځنۍ کچې شتمن خلک د عاید اووه سرچینې لري.
وارن بفټ څه غوره وینا کړې ده.
“که تاسې داسې لارې پیدا نه کړی چې تاسې ویده یاست او پیسې وګټی نو تاسې به د مرګ تر ورځې پورې کار کوی.”
غیر مستقیم عاید مو استقلال ته رسولی شي.
۴- د مالي افکارو په اساساتو پوهیدل:
په ۲۰۲۱ کال کې په امریکا کې په مالي زدکړو ۳۵۲ میلیارده ډالر مصرف شوي دي.
مالي زدکړې له تاسې په لاندې مواردو کې مرسته کوي.
– ګټلو کې.
– آبادولو کې.
– سپما کولو کې.
– پانګونه کې.
– خوندي کولو کې.
شتمن خلک ځکه آباد وي او خپله شتمني سمه مدیریت کوي چې دوی په مالي سیستم پوهیږي.
۵- په علم یا پوهه پانګونه کول:
په خپل ځان پانګونه کول تر ټولو ډیره ګټه لري.
څنګه علم یا پوهه ترلاسه کړو؟
– معیاري مقالې ولولی.
– معیاري کتابونه ولولی.
– معیاري ملګري پیدا کړی.
– معیاري ښوونکي او روزونکي پیدا کړی.
– معیاري کورسونه یا زدکړې وکړی.
علم ترلاسه کول داسې دي لکه ترکیبي ګټه.
۶- د ژوند د طرز بدلولو نه ډډه کول:
د ژوند طرز داسې مه بدلوی چې شتمني درڅخه وخوري یا په بلنه مانا داسې ژوند مه کوی چې د مفلسی لوري ته مو بیایي.
کله چې ډیر څه ګټی نو ډیر څه سپما کوی.
تاسې به د ډیرو پیسو مصرفولو ته لیوالتیا ولری ځکه چې تاسې کولی شی، مګر خپل ذهن ته دا اجازه مه ورکوئ چې تاسې سره چل وکړي.
مخکې له چې ستاسې مصارف تاسې کنترول کړي، خپل مصارف کنترول کړی.
۷- هره ورځ ورزش کول:
د نړۍ ۷۶ سلنه شتمن خلک هره ورځ لږ تر لږه نیم سات ورزش کوي.
دوامدار ورزش لاندې شیانو ته وده ورکوي.
– تمرکز.
– یادښت.
– خوب.
– فیزیکي جوړتیا.
– ذهني پیاوړتیا.
سالم ذهنیت په سالم بدن کې ژوند کوي.
۸- وخت ته لومړیتوب ورکول:
هر څوک همدغه ۲۴ ساته وخت لري. د خپلو موخو د ریښتیا کولو په پار مو خپل وخت په هوښیارتیا سره مصرف کړی.
څنګه وخت ته لومړیتوب ورکړو؟
– وخت ضایع کوونکي شیان، کړنې او خلک له خپل ژوند نه اوباسی.
– اوږدمهالې موخې مو معلومې کړی.
– لومړی تر ټولو اړین کارونه ترسره کړی.
د یو غوره “هو” د پاره نه وئیل زده کړی.
۹- ګټیالی ذهنیت درلودل:
په نړۍ کې ۸۸ سلنه شتمن خلک هغه دي چې په خپله یې ځان دغه ځای ته رسولی مانا دا چې د پلاره ورته په میراث کې نه ده پاتې.
هر څوک ګټیالی کیدای شي که چیرې،
– خپل عادتونه بدل کړی.
– خپل ملګري بدل کړی.
– خپل ذهنیت بدل کړی.
که تاسې غواړی چې د شتمنو په څېر شی نو باید د شتمنو په څېر فکر وکړی.
۱۰- د غوره ملګرو لټه کول:
بډایه اړیکې رامینځته کړئ او د زهرجنو اړیکو څخه مخنیوی وکړئ.
د داسې خلکو سره یوځای شی چې،
– صادق وي.
– مثبت ذهنیت لرونکي وي.
– وړتیا ولري.
– الهام بخښونکي وي.
– هوښیار وي.
– احترام لرونکي وي.
– منظم یا بادیسیپلین وي.
– مرستندویه وي.
– مسؤلیت منونکي وي.
ته هغه څوک یې، له چا سره چې اړیکې لرې او ناسته ولاړه کوې.
– ستوری خان