Appreciation Certificate.
July 2, 2022که غواړی شتمن شی.
July 2, 2022کتاب نوم – ګډه بازارموندنه (ګام په ګام)
لیکوال – ستوری خان
تر ټولو لومړۍ خبره دا چې په نيټورک مارکېټينګ کې بايد د (نه) اورېدلوحوصله ولرئ.
بېلا بېل خلک د نيټورک مارکېټينګ په اړه بېلا بېل نظرونه لري همدا شان که له مختلفو اشخاصو وپوښتو چې نيټورک مارکېټينګ څه شی دی؟
نو مختلف ځوابونه به تر لاسه کړو.
هغه کسان چې د نيټورک مارکېټينګ له لارې بریا ته رسیدلي دي، هغوی د اړیکو رغول زده کړي دي، په کار يې لاس پورې کړی دی، او د یو بریالي کاروبار لټه یې کړې ده چې له دې لارې یې میليونونه ډالر ګټه تر لاسه کړې ده.
دغه کسان به تاسې ته وایي چې نیټورک مارکېټینګ د انساني تاریخ یو لوی او غوره فرصت دی، د هغو خلکو لپاره چې ډېرې پیسې نه لري د پیسه داره کېدو یوه ښه زمینه ده او د هغو کسانو لپاره چې غواړي په کمه پانګونه یې پیل کړي کولای شي ډېرې پیسې تر لاسه کړي.
که چېرې د هغه خلکو سره خبرې وکړئ چې په دغه کار کې يې ډېر وخت تېر کړی وي اما بیا هم څه لاس ته نه وي ورغلي نو هغوی به تاسې ته ووایي: نیټورک مارکېټینګ هېڅ پایله نه لري یوازې هغه کسان چې په سر کې دي کولای شي یو څه تر لاسه کړي.
نو دې ته په لیدو سره څوک په حقه دي؟
البته که سم فکر ورته وکړو هېڅ یوه يې د نیټورک مارکېټینګ په اړه سم ځواب نه دی ويلی چې نیټورک مارکېټینګ څه شی دی؟
ښه بيا نیټورک مارکېټینګ څه شی دی؟
د ویکیپيډیا له مخې، نیټورک مارکېټینګ هغه کسب دی چې د خرڅلاو د برخې کسان يې پرته له دې چې د تولیداتو او خدماتو د خرڅلاو له لارې عايد تر لاسه کړي د کمېشن په شکل کې عاید تر لاسه کوي، دا کسب د یوې شبکې شکل خپلوي چې له پلورونکو پیلیږي او بیا داسې سلسله په سلسله لاندې اوږدېږي یا پرمخ ځي او د هر کس لاندې چې دا سلسله مخ په وړاندې ځي د عاید خاوند کېږي.
راځئ دا به یو څه نوره هم روښانه کړو تر څو د نیټورک مارکېټینګ په مانا او کار باندې سم وپوهېږو…
تاسو په دې ښه پوهیږئ چې هېڅ کله بل چا ته په کار کولو څوک نه پیسه داره کېږي او په دې هم پوهیږئ چې د یو کاروبار جوړول او د هغې له لارې ښه ګټه تر لاسه کول هم هغه څه دي چې ستاسو په ژوند باندې ژوره اغیزه لري نو د نیټورک مارکېټینګ له لارې تاسې کولای شئ چې حتا نور کسان هم د ځان سره په کار وګمارئ، کولای شئ چې له خپل کوره يې پیل کړئ او د خپلې خوښې وخت ورته ورکړئ همداشان دا فرصت لرئ تر څو له مالي پلوه خپل ځان آزاد کړئ.
ددغو مواردو له لارې تاسې کولای شئ په کمه پانګونه او هغه زدکړه چې تاسې يې تر لاسه کوئ د یو داسې شرکت سره یو ځای شئ او په کار پیل وکړئ چې د نیټورک مارکېټینګ په برخه کې فعالیت کوي.
خو خبره دا ده چې تاسو په رښتیني ډول له څنګه یو تجارت سره یو ځای کېږئ؟
نیټورک مارکېټینګ په اصل کې څه شی دی؟
کله چې تاسې له یو شرکت سره چې په نیټورک مارکېټینګ برخه کې فعالیت کوي یو ځای کېږئ نو تاسې دې ته چمتوالی ښايئ چې ددغه شرکت تولیدات او خدمات به خلکو ته وړاندې کوئ.
تاسو په ډېره لږه پانګونه کولای شئ چې د نیټورک مارکېټینګ دغه ډګر ته راشئ.
تاسې د یو شرکت د کارکوونکي په توګه نه ګمارل کېږئ بلکې تاسې د یو آزاد کاروبار مالک کېږئ چې د یو پلورونکي په شکل د شرکت سره د یو مشاور په توګه د کار چمتوالی اعلانوئ او د تولیداتو د خرڅلاو د هغه مقدار له مخې چې تاسې یا ستاسو په نیټورک کې لاندې نورو کسانو کړی وي کمېشن تر لاسه کوئ.
یا په بله مانا د عاید د تر لاسه کولو لپاره تاسې یا ستاسې په نیټورک کې لاندې نور کسان د شرکت تولیدات یا محصولات باید وپلوري ځکه چې ددغو تولیداتو د پلور له مخې تاسې د عاید تر لاسه کولو لور ته حرکت کوئ.
ددې سربېره چې نیټورک مارکېټینګ ډېر هڅوونکی او ګټور مسلک دی ولې همدومره بیا ننګوونکی هم دی، تر ټولو اړینه يې دا چې که چېرې تاسې پلور، بازار موندنه، جذب او ټیم ونه لرئ نو شاید ستاسو هڅې ستاسو د پایلو په وړاندې ستاسو په زړه نه وي.
که د «نه» اورېدو توان نه لرئ نو نیټورک مارکېټینګ ته مه راځئ، که د هغو خلکو له ډلې یاستئ چې د «نه» اورېدو سره خپله انګېزه او هیله له لاسه ورکوي نو په دې باید پوه شئ چې دلته د اخیستونکو لخوا ستاسو د وړاندیز پر وړاندې د «نه» اورېدو تله ډېره درنده ده.
ډېری وخت خلک ستاسو وړاندیز ردوي، دا له دې کبله چې ډېری وخت اخیستونکي په پلورونکو باور نه لري او دې ته ترجیح ورکوي چې یا يې له معتبرو نماینده ګیو واخلي او یا يې خپله له شرکت نه واخلي خو که چېرې حوصله ولرئ نو د دوامداره او لوړ عاید یو ښه مسلک او ښه لاره ده.
زه پوهېږم چې په لومړیو کې نیټورک مارکېټینګ سخت او ننګوونکی کار کېدای شي، آیا کله مو داسې انګېرلې ده چې تاسې په نیټورک مارکېټینګ کې ماتې خوړلې ده؟
که رښتیا ووایو نو موږ اکثره په نیټورک مارکېټینګ کې ځینې وختونه له ماتې سره مخ شوي یو، زه يې منم چې زه هم ور سره مخ شوی یم.
سرچینه – ګډه بازارموندنه یا نیټورک مارکټینګ (ګام په ګام)