د ټیم د غونډو د ښه کولو لپاره ۷ لارښوونې:
July 23, 2022څنګه نیټورک ته وده ورکړو؟
August 5, 2022پیسې ګټل یا شتمن کیدل نه ډیر ګران کار دی او نه هم کوم جادوګري غواړي. دا یوازې د یو څو ځانګړو عادتونو خپلول او تمرینول دي چې له تاسې سره مرسته کوي تر څو شتمن شی.
یو څو بیلګې یې په لاندې ډول دي.
۱ – سالم مالي عادتونه جوړ کړئ:
نوی چلند یا رویه شاوخوا ۶۶ ورځې وخت نیسي ترڅو په اتوماتیک ډول په یو عادت بدل شي.
د سالمو مالي عادتونو رامینځته کولو لپاره ګټور ورځني معمول ته دوام ورکړئ.
کله چې تاسې سالم مالي عادتونه جوړ کړئ، تاسې به په ژوند کې لږې مبارزې ته اړتیا ولرئ.
همدا نن یې پیل کړئ.
۲ – خپل عاید متنوع کړئ:
په اوسط ډول ملیونران د عاید ۷ جریانه یا سرچینې لري.
کله که مو دا جمله اورېدلې وي چې:
“خپلې ټولې هګۍ په یوه ټوکرۍ کې مه اچوئ.”
بیا نو تاسې پوهیږئ چې تاسې باید یوازې په یوه دنده یا د عاید په یو جریان تکیه ونه کړئ.
همدا نن ورځ د ډیرو عایدي جریانونو رامینځته کول پیل کړئ.
۳ – لومړی ځان ته اداینه وکړئ یا پیسې ورکړئ:
په اوسط ډول ملیونران د دوی د عاید شاوخوا ۶۴ سلنه سپموي او په دې پانګونه کوي.
هیڅکله د خپل معاش څخه لوی ژوند مه کوئ.
بې ځایه مصرف مه کوئ، پرځای یې، د خپل راتلونکي لپاره خپل معاش د پانګونې لپاره وکاروئ.
نن د یو پټ ملیونر په څیر ژوند وکړئ ترڅو سبا ښکاره ملیونر اوسئ.
۴ – یو کاروبار پیل کړئ:
په سلو کې ۶۶ ملیونران خپل کاروبار لري.
ددې د پاره یو دلیل شتون لري چې ولې ډیری ملیونران د کار پر ځای متشبثیت غوره کوي:
دوی د خپل ځان ریسان دي.
له محدودیتونو پرته خپل ژوند وکړئ او تلپاتې امپراتوري رامینځته کړئ.
۵ – خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ:
۷۶ سلنه ملیونران هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې ورزش کوي.
هیڅکله خپل روغتیا له پامه مه غورځوئ.
د ورزش معمول او صحي رژیم ته ژمن پاتې کیدل د ښه صحت د پاره اړینه ده.
په یاد ولرئ که چیرې تاسې خراب روغتیایي حالت ولرئ، تاسې نشئ کولی له خپلې شتمنۍ څخه خوند واخلئ.
۶ – خپله شبکه یا نیټورک جوړ کړئ:
ډیګري درلودل ښه دي مګر ستاسې شبکه یا نیټورک درلودل ترې غوره دی.
ستاسې د بریالیتوب له سترو شاخصونو څخه یو د هغه خلکو لخوا ټاکل کیږي چې تاسې پیژني او په تاسې باور لري.
څومره ژر چې امکان ولري معنی لرونکي اړیکې رامینځته کړئ او وی ساتئ.
ستاسې شبکه ستاسې خالص ارزښت یا عاید دی.
۷ – بنسټیزې مالي مفکورې زده کړئ:
په ۲۰۲۰ کال کې، د مالي سواد د نشتوالی له کبله خلکو ته شاوخوا ۴۱۵ ملیارد ډالر تاون اووختی دی.
په شخصي توګه د مالي پوهې نشتوالی کولی شي چې ستاسې په ژوند اوږد او دوامداره منفي اغیزه پریږدي.
د لومړنيو مالي مفکورو د زده کولو لپاره هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقیقې مطالعه وکړئ.
۸ – ډیره مطالعه کول خپل عادت وګرځوئ:
۸۵ سلنه ملیونران هره ورځ ۳۰ دقیقې یا تر دې زیاته مطالعه کوي او کتابونه لولي.
د کتابونو لوستل تاسې ته دا فرصت درکوي چې هغه څه زده کړئ او هغسې فکر وکړئ لکه څنګه چې په دې ځمکه تېر شوو سترو خلکو کړي دي.
که تاسې غواړئ بریالي شئ، تاسې باید ډیر څه ولولئ.
- ستوری خان