څنګه کولی شو شتمني پیدا کړو؟
July 25, 2022څنګه د پلټنې یا د زدکړې لېوالتیا زیاته کړو؟
August 6, 2022ستاسې د شبکې د ودې او پراخولو لپاره ۱۰ لارښوونې:
لیکوال – ستوری خان
ستاسې شبکه (نیټورک) ستاسې خالص ارزښت (شتمني)دی.
کله چې تاسې د “شبکې یا نیټورک” د کلمې په اړه فکر کوئ نو تاسې باید په دې اړه هم فکر وکړئ چې:
• څنګه کولی شم چې ډیرې معتبرې اړیکې جوړې کړم؟
• زه څنګه له ډیرو خلکو سره ووینم؟
دلته ددې د پاره لس لارې دي:
۱. پوښتنې مو د وخت پرځای د پوښتنې د نښې (؟) سره پای ته ورسوئ:
هغه پوښتنې وکړئ چې بل کس یې د ځواب ویلو څخه خوند اخلي.
خلک د دوو لویو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې کوي:
• د معلوماتو تبادله (زده کړه)
• د تاثر مدیریت (خوښه)
څیړنې ښیې چې د پوښتنو کولو له لارې دغه دواړه لاسته راوړی شئ.
۲. یو له “مشغولوونکو” څخه اوسئ:
ډالې کارنیګي د “څنګه ملګري وګټو او په خلکو نفوذ وکړو” لیکوال په دغه کتاب کې د ۷ ډوله اوریدونکو په اړه خبرې کوي.
تاسې د “مشغولوونکو” له ډوله واوسئ.
یعتې هغه څوک چې په فعاله توګه د خواخوږۍ سره غوږ نیسي او تاسې هڅوي چې خبرو ته دوام ورکړئ.
تاسې هم د همدې اوصول له مخې مخته لاړ شئ.
۳. د زیان منلو څخه ویره مه کوئ.
«نه» اوریدل یا زیان منل چې په بله مانا د وخت ضایع کول یا مصرفول هم ورته وئیلی شو په پراخه کچه د منفي ځانګړتیا په توګه لیدل کیږي.
مګر اصل پوښتنه دا ده چې تاسې څنګه سره ددې نږدې اړیکې رامینځته کولی شئ؟
یوځل چې تاسې وکولی شئ خپل زیان منل ښکاره کړئ یا د «نه» اوریدلو توان پیدا کړئ، شاید هغه څوک چې تاسې ورسره خبرې کوئ ډیر آرام او د د خبرو اوریدو لپاره ډیر لیواله شي.
نو ستاسې د وخت ارزښت په خپله پیدا کیږي.
۴. یو خصوصي پیغامي اړیکه پیل کړئ:
د خلکو سره په تماس کې پاتې کیدل سخت دي.
مونږ ممکن د تېر ملاقات په وخت کې حیرانونکي خبرې اترې درلودلې وي. مګر اوس څنګه؟
بل ځل به کله د هغه کس سره خبرې کوئ؟ تاسې څنګه د دوی سره ښکیل پاتې کیدای شئ؟
ددې د پاره چې اړیکه لا کلکه پاتې شي د خصوصي پیغام لیږلو لاره تعقیب کړئ.
لکه،
• ددې په اړه لنډ معلومات ورته ولیږئ چې تاسې چیرته رسیدلي یاست او تر اوسه مو څه ترسره کړي دي.
• د هغو لارو (طریقو) لیست ورته ولیږئ چې دغه فرصت ورته لا ګټور کولی شئ.
• هغه لارې چارې ورته وښایئ چې لوستونکی له تاسې سره نه بلکې تاسې له دوی سره مرسته کولی شئ.
دا یوازې یو ساده او د دوی سره په تماس کې د پاتې کیدو یوه ښه لاره.
۵. سوړ رسد یا Cold Outreach.
په بیسبال لوبه کې، د بیټینګ عالي اوسط په هره دریوو هڅو کې یو شاټ وهل دي (یا .333).
همداسې په سوړ رسد یا Cold Outreach کې هم ده.
ډیری وختونه به تاسې بیرته ځواب وانورئ مګر تاسې به دریږئ نه یا بس کوئ نه.
په خپل مسلک کې نوو خلکو ته رسیدو ته دوام ورکړئ.
فعال اوسیدل حتماً عکس العمل لري.
۶ . تعقیبولو ته دوام ورکړئ:
که په لومړی هڅه ډیری څوک له تاسې سره یو ځای نشي نو دوی تعقیب کړئ مانا بیا بیا ورسره اړیکه ونیسئ مګر په یاد مو وي چې تعقیبول د ځورولو يا مجبورولو په شکل نه وي.
د ایرېک وورې په وینا تاسې له درې تر شپږ ځلو ملاقات کولو ته اړتیا لرئ تر څو یو څوک په بشپړ ډول ستاسې فرصت درک کړی شي او له تاسې سره ګډون وکړي.
نو تل د تعقیبولو پروسه مخته بوځئ.
۷. د اړیکو ډیټابیس جوړ کړئ:
د هر تماس یادښت لپاره لکه،
• څنګه او کله مو د مشتري سره ولیدل؟
• هغه څه و چې تاسې یې په اړه خبرې ورسره وکړې؟
• وروستی ځل کله و چې تاسې له هغه کس سره خبرې وکړې؟
دا به د شخصي CRM یا د مشتریانو د اړیکو د مدیریت هغه اندازه وي چې ستاسې د مسلک په اوږدو کې به ستاسې د یو له خورا پیاوړو محصولاتو څخه وي.
۸. پیژندنه یا معرفت وکړئ:
کله چې تاسې د نوي چا سره وینئ، فکر وکړئ چې ستاسې په شبکه کې به هغه څوک وي دغه کس به یې د لیدو څخه خوند واخلي.
د یو څو کسانو د پیژندنې وړاندیز ورته وکړئ یا یې هڅه وکړئ.
زه ځکه وایم “کوښښ” ځکه چې هیڅکله ستاسې په شبکه کې یو څوک په خپل سر چاته مه معرفي کوئ.
تل اجازه وغواړئ.
۹. د جلسو یا ویبنارونو کوربه توب وکړئ:
آیا د خلکو سره د یوځای کیدلو لپاره یوه ډیره ساده لاره غواړئ ومومئ؟
د جلسو یا ناستو کوربه توب پیل کړئ.
دا کیدی شي:
• وینار یا جلسه وي.
• د شپې ډوډۍ وي.
• د کافي د څښاک ملاقاتونه وي.
• د خوښۍ شیبې وي.
دا د ټولنې یا کمیونیټي د جوړولو او ستاسې د نیټورک د غړو د یو بل سره د لیدو لپاره یوه عالي لاره کیدای شي .
۱۰. مخکې له دې چې تاسې یې واخلئ نورو ته یې ورکړئ:
د لومړی نورو ته په (ګټه) ورکولو سره رهبري وکړئ.
کله چې تاسې د نوي کس سره وینئ، وګورئ چې تاسې څنګه کولی شئ د هغه کس سره په هغه څه کې مرسته وکړئ چې دوی یې د ترسره کولو هڅه کوي.
دا ورکړه ستاسې د وخت په مانا کیدی شي چې دوی سره د پروژې په ترسره کولو کې مرسته وکړي یا دا کیدی شي د یو چا سره د اړیکې نیولو سپارښتنه وي.
نو که غواړئ یو ښه او پراخه نیټورک یا شبکه ولرئ دغه لس سپارښتنې تل په نظر کې وساتئ او عملي یې کړئ.