څنګه نیټورک ته وده ورکړو؟
August 5, 2022هغه ۱۰ عادتونه چې په ۱۰ دقیقو کې ستاسې تولید ۱۰ چنده زیاتوي:
August 10, 2022څنګه د پلټنې یا د زدکړې لېوالتیا زیاته کړو؟
لیکوال – ستوری خان
تل هر یو دا وایي چې پلټونکی (د زدکړې لېواله) اوسه مګر هیڅوک دا نه وایي چې څنګه یې کولی شئ.
نن درته په دې اړه معلومات درکوم چې ولې تاسې باید پلټوونکي یا د زدکړې لېواله واوسئ؟
مونږ ټول له پیدایښته پلټوونکي یو، یو کوچني ماشوم ته فکر وکړئ.
یوه څېړنه ښیي چې تر څلور کلنۍ یو ماشوم په اوسط ډول د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ځلې پوښتنې کوي.
مګر ځینې وخت مونږ په حیرانونکي ډول پلټنه پرېږدو او په ځوابونو تمرکز کوو.
په پلټنه کې په ټنونو ارزښت پروت وي.
څېړنې ښيي چې پلټنه زمونږ سره په پبنځو عمده برخو کې مرسته کوي.
۱ – په پرېکړو کې کمې تېروتنې کول.
۲ – ډیر نوښت کول.
۳ – شخړې یا ستونزې کمول.
۴ – ډیرې پراخې اړیکې جوړول.
۵ – غوره ټیم جوړول.
نو څه ډول کولی شو یو پلټونکی واوسو؟
ددغو لسو ذهني بدلونو سره کولی شو یو ښه پلټونکی واوسو.
۱ – “هر څوک ماته د را زده کولو د پاره یو څه لري”.
مهمه نه ده چې تاسې څومره تعلیم لرئ دا یو حقیقت دی چې هر څوک مونږ ته یو څه را زده کولی شي یا په بله مانا هر څوک مونږ ته یو څه د را ښودلو د پاره لري.
دوی د ژوند مختلفې تجربې لري او له دغو تجربو څخه دوی یو نوی لید لري چې تاسې یې نه لرئ.
۲ – “زه په کوټه (مجلس، ټیم) کې تر ټولو ځیرک نه یم”.
ما د هغه ځیرکو خلکو نه چې زه یې پیژنم تل دا خبره اوریدلې ده.
دغه ذهنیت درلودل تاسې مجبوروي چې د نورو څخه د یو څه زده کولو پلټنه وکړئ.
۳ – غلطي ومنئ (که غلط واست نو دا اومنئ).
که چېرې تاسې ډیر په دې تمرکز کوئ چې سم یئ نو تاسې به د نورو نظر اوریدو ته تیار نشئ.
د ذهنیت په بدلولو کې هیڅ خرابي نیشته.
دا ښیي چې تاسې په خپل تېرو افکارو بیا ځلې فکر کولی شئ چې دا یو مثبت عمل دی.
۴ – په ځواب باندې د تمرکز پر ځای په پوښتنو تمرکز وکړئ.
غوره رهبران چې ما لیدلي دي تل پیاوړې پوښتنې کوي.
حتمي نه ده چې دوی هغه کس وي چې حل پیدا کړي، مګر دوی هغه څوک دي چې ښې پوښتنې وکړي.
۵ – موجود واوسئ یا شتون ولرئ.
که چېرې تاسې ومومئ چې ستاسې ذهن راتلونکي ته یا تیر ته ځي، نو اوسني حالت ته د راګرځیدو د پاره یوه کړنه یا عمل تر سره کړئ.
که چېرې مونږ په اوسني حالت کې قرار ولرو یا موجود و نو مونږ په خبرو اترو تمرکز کولی شو او د ځواکمنو پوښتنو وړتیا مومو.
۶ – “زه نه پوهیږم” وئیلو ته تیار اوسئ.
د هرې خبرې ځواب نه درلودل سمه خبره ده او خلک په اصل کې ددې ستاینه کوي چې نه یې لرئ.
څومره چې تاسې د نه پوهیدو سره راحت اوسئ دومره تاسې ځان لا ډیر پلټونکی جوړوئ.
۷ – پلټنه د خپلې موخې سره وتړئ.
زه په دې پوی یم چې که تاسې د یو څه په اړه جدي نه یاست او پروا یې نه لرئ نو د هغې په اړه پلټنه کول به هم درته سخت وي.
دا ستاسې دنده ده چې د خبرو اترو تړاو د هغه څه سره ورکړئ چې تاسې یې په اړه جدي یاست او پروا یې لرئ. دا تاسې سره مرسته کوي چې د موضوع په اړه پلټنه وکړئ.
نړۍ مونږ ته هغه وخت ډیر څه راکوي کله چې یې مونږ لیواله شو.
۸ – په عمري (همیشه) زدکړه تمرکز وکړئ.
البرټ آینشتاین وایي، کله چې مو زدکړه بند کړه مرګ مو پیلیږي.
هر ښه رهبر تل ددې هڅه کوي چې څنګه دوی لا ډیر څه زده کړي.
۹ – هغه خلکو ته ځان ورسوئ چې تاسې ترې یو څه زده کول غواړئ.
دا ښکاره خبره ده مګر دا له تاسې سره مرسته کوي تر څو د پلټنې عضلات مو قوي کړئ.
څومره چې تاسې په پلټنې کار کوئ همدومره په دې کې غوره کیږئ.
د داسې یو کس یا موضوع نه یې پیل وکړئ چې تاسې ته ډیر مهم دی او پروا یې لرئ.
۱۰ – په شیانو د “ستړي کوونکي” یا “په زړه پورې نه دی”، ټاپې مه لګوئ.
دا کړنه سمدستي ستاسې د پلټنې عضلات کمزوري کوي.
ما هم دا تېروتنه کړې، مونږ ټولو کړې ده.
او بیا مو د یو څه په اړه ډیر په زړه پورې معلومات یا اړیکې له لاسه ورکړي دي چې ممکن ول ترلاسه یې کړو.
د پلټنې د پاره نور څه کول پکار دي؟
خپل نظر راسره شریک کړئ.
زه تل له نورو څخه د زدکړې لټه کوم نو هیله ده له تاسې هم یو څه نوي زده کړم.