څنګه د پلټنې یا د زدکړې لېوالتیا زیاته کړو؟
August 6, 2022د شتمن پلار او غریب پلار کتاب څخه لس درسونه:
October 17, 2022هغه ۱۰ عادتونه چې په ۱۰ دقیقو کې ستاسې تولید ۱۰ چنده زیاتوي:
ژباړه – ستوری خان
۱. اوږد مهاله اهداف وټاکئ.
که تاسې خپل شمالي ستوری(پولاریس) ونه پیژنئ تاسې به ډیر پرمختګ ونه کړئ.
دا پریکړه وکړئ چې تاسې خپل مثالی ژوند څه ډول غواړئ جوړ کړئ، او له هغه خپل لارښود ستوری جوړ کړئ، او خپل ځان ته یې په مکرر ډول در یاد کړئ.
۲. د لنډ مهاله دندو (کړنو) لیست ترتیب کړئ.
تاسې باید د هرې هغې پروژې لپاره د کړنو لیست ولرئ چې تاسې پرې کار کوئ.
یو لوړ ځای ته د ګام په ګام پورته کیدو په څیر، د لنډ مهاله کړنو لیستونه تاسې سره مرسته کوي چې لوی اهداف د مدیریت وړ ورځو کې تقسیم کړئ.
۳. د خپلو کړنو لیست لنډ کړئ که نه نو تاسې به هیڅ کار ونه کړئ.
یو لیست چې له شلو څخه ډیرې دندې لري په ندرت سره پای ته رسیږي او تاسې احساس کوئ چې ډیر څه نه دي ترسره شوي.
د امکان تر حده ډیر کوچني شیان ترې لرې کړئ او خپل وخت په هغه شیانو متمرکز کړئ چې تاسې ته په چټکۍ سره مخ په وړاندې حرکت درکوي.
۴. ګډوډي مدیریت کړئ.
که تاسې په کمپیوټر کې کار کوئ، خپل تلیفون د امکان تر حده لرې وساتئ.
که تاسې د ټولنیزو رسنیو څخه په عذاب یی، د فریډم Freedom یا بل اپلیکیشن څخه کار واخلئ کوم چې ویب پاڼې بندوي.
که خنډونه کم کړئ، نو تاسې به ښه تمرکز وکړئ شئ.
۵. هره ورځ ورته (یو شی)مهال ویش ولرئ.
ډیری بریالي خلک تکراري مهال ویش لري.
یعنې لیکوالان هره ورځ په ورته وخت او ځای کې لیکل کوي.
خپله مناسبه ورځ ډیزاین کړئ ، بیا یې نږدې هره ورځ په ورته ډول ترسره کړئ.
۶. سختي وزغمئ.
دا اصطلاح د ورځې په پیل کې ستاسې خورا دردناک او مهم کارونو ترسره کولو ته اشاره کوي.
کله چې ستاسې ذهن تازه وي دا کار تاسې ته د سختئ زغملو لامل کیږي او دا موقع رامینځته کوي چې تاسې د ورځې په اوږدو کې د خپلو خورا مهمو کارونو د ترسره کولو څخه ویره کې ونه اوسئ.
۷. تمرین وکړئ او صحي خواړه وخورئ.
ستاسې بدن هم لکه یو ماشین داسې دی. چې منظم اوسیدو او د لوړ کیفیت خوړو ته اړتیا لري.
هیڅکله د یوې موخې لپاره خپله روغتیا مه قرباني کوئ.
دې ته لومړیتوب ورکړئ، تاسې به د ورځې په جریان کې د پام وړ او ډیر ګټور کارونه ترسره کړئ.
۸. وقفه یا دمه وکړئ.
د هر چا ذهن په مختلف ډول کار کوي، مګر په چټکۍ سره کار کول او بیا د وقفې اخیستل د ډیرو خلکو لپاره اغیزمن کار ښکاري.
د پومودورو تخنیک کارولو هڅه وکړئ (۲۵ دقیقې کار وکړئ ، ۵ دقیقې دمه) ، بیا یې د خپلو لومړیتوبونو او پایلو پراساس تنظیم کړئ.
۹. د ۸۰/۲۰ اصول تعقیب کړئ.
د ډیرو خلکو لپاره، نږدې ۸۰٪ پایلې چې دوی یې ترلاسه کوي د ۲۰٪ کړنو څخه راځي.
دا اوصول په کاروبار، تمرین، او نورو ډیرو کارونو باندې د تطبیقولو وړ دي.
دا مهمې ۲۰٪ کړنې ومومئ، دوه چنده یې کړئ، او له مخې یې خپلې پایلې پراخه کړئ.
۱۰. لږترلږه په اونۍ کې یو ځل خپلو کړنو ته انعکاس ورکړئ.
ځینې وختونه، خلک په خپلو ورځنیو کارونو کې دومره ډوب شي چې د لوړې کچې لید درلودل تر هېر شي.
په دې جال کې ځان مه ګیروئ.
د انعکاس، تحلیل، او د چارو د ښه کولو لپاره وخت پیدا کړئ.
کله چې تاسې د ورځنيو کارونو اجرا کولو ته بیرته یو نظر کوئ، ستاسې هڅې به لوړه اداینه ولري.
لنډیز:
– اوږد مهاله اهداف وټاکئ
– د لنډ مهاله دندو لیست جوړ کړئ
– د ورځني کارونو لیست لنډ کړئ
– ګډوډي اداره کړئ
– هره ورځ ورته مهال ویش ولرئ
– سختي وزغمئ
– ورزش وکړئ او سالم خواړه وخورئ
– وقفه یا دمه وکړئ
– د ۸۰/۲۰ اصول تعقیب کړئ
– لږترلږه په اونۍ کې یو ځل په خپلو کړنو انعکاس وکړئ