د شتمن پلار او غریب پلار کتاب څخه لس درسونه:
October 17, 2022د بازار موندنې په اړه دیرش اړینې ښپارښتنې.
October 20, 2022لیک: ستوری خان
د خان نیټورک اکاډمي موسس
په انلاین کاروبارونو کې ګټې په دوه ډوله وي.
۱ – لنډمهالې او خطرناکې ګټې.
۲ – اوږدمهالې او خوندي ګټې.
په ډیریو سکم کمپنیانو کې هغه خلک چې د کمپنی د پیل اخیستلو سره سم ګډون کوي کولی شي ګټه ترلاسه کړي ځکه چې هره سکم کمپنی له شپږ میاشتو تر یو کاله پورې په بازار کې د پیسو راټولو د پاره په هر حالت سره غواړي ځان وساتي ځکه چې اکثره سکم کمپنیانې د شپږو میاشتو نه تر یو کال پورې عمر لري.
ددې تر شا دوه دلایل شتون لري.
لومړئ دلیل دا وي چې دوی خلکو ته په تادیې سره غواړي یو لنډمهاله باور رامنځته کړي او خلکو ته داسې ښکاره کړي چې ګواکې دوی به دلته د ډیر وخت د پاره شتون ولري او دوهم دلیل یې دا وي چې د همدغه لنډمهاله او دروغجن باور له مخې غواړي د خپل هدف په اندازه پیسې له خلکو وتروړي.
یو له داسې کمپنیو چې شاید زما ډیری لوستونکي ورسره بلد وي شافي کمپنی وه. (که تاسې ته کومه بله کمپنی معلومه وي یا مو تجربه کړې وي نو نومونه یې ستاسې د تجربې سره په کومنټ کې راته ولیکئ) په یاده کمپنی کې ډیرو خلکو ګټه وکړه مګر تر ګټوونکو د هغه خلکو شمیر ډیر و چې هر څه یې له لاسه په کې ورکړل. یاده کمپنی د یو کال نه مخکې مخکې له بازار نه ورکه شوه.
په سکم کمپنیانو کې مشتري غافل ساتل کیږي او هغه ته د کمپنی د مالکینو، د کمپنی د اصلی کاروبار یا تولیداتو او د کمپنی د پلان یا روډمپ په اړه هیڅ معلومات نه ورکول کیږي او بازارموندونکي یې یواځې په ګټه تمرکز کوي او مشتري ته یواځې د اسانه او ډیرې ګټې په اړه معلومات ورکوي او مشتري د حرص له مخې دلته ګډون کوي مګر تر څو چې له حقایقو خبریږي کمپنی ګډه بار کړې وي.
په دې کې هیڅ شک نیشته چې په انلاین نړۍ کې د ګټې خورا ډیر او زرین فرصتونه شتون لري مګر دا مو هم باید له یاده ونه ووځي چې مفتې او اسانې ګټې هیڅ کله له خطر نه خالي نه وي.
که تاسې غواړئ چې خوندي ګټه وکړئ نو پام مو وي او دا په یاد ولرئ چې په لږو پیسو د اوږد مهال د پاره د ډیرې ګټې ورکول حقیقت نه لري.
که د پانګونې کمپنی وي نو د ورځې له ۰.۵۰ نه لوړه ګټه به حتماً د خطر څخه ډکه وي.
د ګټې مقدار ته باید د اوونۍ بیا د میاشتې او بیا د کال له مخې حساب کتاب وشي او په دې فکر وشي چې دغه کمپنی څه ډول کاروبار کوي چې دومره ګټه خلکو ته ورکوي یا یې د ورکولو وعده کوي.
په سکم کمپنیانو کې کار کول د بازار موندونکو د پاره بیا په دې خطرناک وي چې د دوی باور او مسلک د خطر سره مخ کوي. ممکن دوی په لنډ مهال کې د یوې کمپنی سره په کار کولو یوه اندازه پیسې وګټي مګر هغه څه چې دوی یې له لاسه ورکوي هغه په بازار کې د باور یا اعتبار بایلل دي چې دوی یې په هیڅ ډول نشي جبرانولی.
بازارموندنه یا نیټورک مارکټینک یو مسلک دی او که یو بازار موندونکی ورته په مسلکي نظر ونه ګوري او مسلکي چلند ورسره ونه کړي نو نه یواځې دا چې خپل ځان ته لوی زیان اړولی شي بلکې د ځان په ګډون نورو خلکو ته او دغه مقدس مسلک ته هم لوی زیان اړوي چې دا هم د ځان سره، هم ددغه مسلک سره او هم د خلکو سره لوی ظلم دی او دا د هر مسلکي بازارموندونکي او نیټورک مارکټر دنده ده چې خلک په دې خبرو پوی کړي او د خلکو تر څنګ دا مسلک هم له تاوان او بدنامۍ څخه وژغوري.
په اوسني وخت خو هر کس باید لا ډیر پام وکړي ځکه چې له یوې خوا د غلو یا سکم کمپنیانو شمیر زیات شوی او له بلې خوا په نړۍ د انفلاسیون یوه خطره څپه راغلې ده چې دا څپه به د ډیرو کمپنیانو څادر ورغونډ کړي، په ځانګړې توګه د هغه کمپنیانو چې یا نوې دي او یا د هوایي او ډیرې ګټې ژمنې درکوي.
زما ددې خبرو هدف دا نه دی چې زه د چا په ضد لیکنه وکړم یا تاسې وډار کړم او له زرینو الاین فرصتونو مو منع کړم بلکې زما هدف دا دی چې له پیل اخیستلو دمخه تاسې باید ژوره مطالعه وکړئ او یا له داسې چا مشوره واخلی چې ستاسې په نظر هغه یادو سیستمونو او کاروبارونو کې کافي تجربه لري تر څو له سکم او تاوان څخه خوندي پاتې شئ.
که دا معلومات ګټور موندلي وي نو هیله ده چې د خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ.
ناپوهي، غربت، د کار نه شتون او حرص اکثره خلک مجبوروي چې دی څو ډالرو د پیدا کولو د پاره هر څه چې په مخه ورځي وکړي مګر د دې تر شا کوم تاوانونه پېښېدلی شي دا یې بیخي هېر وي.