د بازار موندنې په اړه دیرش اړینې ښپارښتنې.
October 20, 2022“راځئ داسې فرض کړو”
October 24, 2022لیګ – ستوری خان
“فکر وکړئ او شتمن شئ” کتاب مشهور لیکوال ناپلیون هیل لیکلی چې په دغه کتاب کې د موخو، پلانونو، عمل او بریا په اړه خورا ګټور درسونه شتون لري او په لوستلو سره یې تاسې کولی شئ په خپل ژوند کې خورا سخت او ناممکن کارونه په ډیرې اسانۍ سره تر سره کړئ او ددې کتاب د سپارښتنو او درسونو په عملي کولو سره په کاروبار کې بریالي او شتمن شئ.
د یاد کتاب د لوستلو څخه وروسته مې په لاندې لس درسونه د خلاصې په شکل کې راغونډ کړي دي تر څو تاسې سره مرسته وکړي چې خپلو موخو ته ورسیږئ.
۱ . هیله یا علاقه مندي:
ناپلیون هیل په خپل کتاب “Think & Grow Rich” کې دا تشریح کوي، چې هر څه د هیلو سره پیل کیږي. او دا په دې پورې اړه لري چې تاسې په خپل ژوند کې یو څه په څومره علاقمندی سره غواړئ.
که چېرې یې تاسې د ترلاسه کولو وړتیا ونه لرئ نو تاسې به هغه هیله چې اوس یې لرئ هیڅکله ونه لرئ. خو دا ستاسې علاقه مندي ده چې په ساده ډول د هغه څه انځور درته وړاندې کوي چې تاسې جوړیدل غواړئ.
مګر ددې د پاره ستاسې هیله یا علاقه مندي باید تاسې ارام ته پرې نږدي تر څو مو چې پوره کړې نه وي. له همدې امله، هیله هغه مرحله ده چې فکرونه او عملونه سره نښلوي: یعنې له افکارو پیل اخلي او په هیله یا ژمنتیا بدلیږي او تر عمله رسیږي. او دا پرته له دې چې تاسې په تیر کې څو ځله ناکام شوي یاست وایي چې “هر هغه څه چې ذهن یې تصور کولی شي او باور پرې ولري، ترلاسه کولی یې هم شي.”
۲ . ایمان یا باور:
باور د هغه شیانو قوي تمه یا توقع ده چې هیله یې کیږي، یعنې ستاسې د افکارو او احساساتو د ځواک څرګند نمایش.
تاسې کولی شئ د باور له لارې ناممکن کارونه ترسره کړئ. مګر د غوسې، کرکې، یا حسد منفي فکرونه به د باور لرلو هر ډول ګټه له منځه یوسي.
نو تاسې باید د هر هغه څه په اړه مثبت چلند ولرئ چې تاسې یې ترلاسه کول غواړئ. کله چې تاسې په ځان او په خپلو خوبونو باور ولرئ، تاسې کولی شئ هرڅه ترلاسه کړئ.
۳ . اتومات وړاندیز:
یعنې دا ددې وړتیا درلودل دي چې ستاسې ذهن ستاسې په غوښتنې یا علاقه مندی باندې دومره تمرکز وکړي چې ستاسې لا شعوره ذهن subconscious دا د حقیقت په توګه ومني.
اتوماتیک وړاندیز د خپل ځان لخوا خپل ځانته یو وړاندیز یا د تایید په مانا دی.
خپل اهداف او هیلې مو ولیکئ او په مثبت چلند سره یې تکرار کړئ چې د ژوند په حقیقت بدلې شي.
۴ . تخصصي پوهه:
مونږ چې په کومو افکارو پوهیږو = هیلې یا علاقه مندي = عمل
هیڅکله د خپلو لویو اهدافو، کاروبار، یا مسلک پورې اړوند ځانګړي مهارتونو ترلاسه کول مه بس کوئ.
هغه کسان چې بریالي نه دي معمولًا په دې باور دي چې یوځل چې تاسې ښوونځی پای ته ورساوه نو د پوهې لاسته راوړل پای ته ورسیدل.
حقیقت دا دی چې ټول هغه څه چې ښوونځی یې در زده کوي تاسې سره د عملي پوهې په ترلاسه کولو کې مرسته کول دي. تاسې اړتیا لرئ چې زدکړو ته دوام ورکړئ او خپلې پوهې او عملي پلان ته وده ورکړئ ترڅو خپلې هیلې ترلاسه کړئ.
۵ . تخیل:
مخکې مو هم دا خبره وکړه چې پرته له دې چې تاسې په تیر کې څو ځله ناکام شوي یاست. “هر هغه څه چې ذهن یې تصور کولی شي او باور پرې کولی شي، ذهن یې ترلاسه کولئ هم شي.”
تاسې باید د ځان هڅونې ځواک ته وده ورکړئ او ددې کار د کولو غوره لاره د تخیل لاره ده.
تخلیل په پلان د عمل کولو د پاره د ځان هڅونې په پار روڼتیا رامنځته کوي.
۶ . منظم پلان جوړونه:
کله چې د اغیزمن کیدو خبره کیږي نو زه تل د دې په اړه خبرې کوم چې ددې د پاره څومره تنظیم شوي پلان جوړولو ته اړتیا ده.
“فکر وکړئ او شتمن شئ” کتاب ددې هم یادونه کړې چې خپل هدف ته د رسیدو لپاره تاسې باید منظم واوسئ او خپل فعالیتونه په داسې ډول پلان کړئ چې تاسې بریا ته ورسوي.
۷ . پریکړه:
ځنډ د پریکړې مخالف دی او د هر هغه چا دښمن دی چې بریا غواړي.
ټول بریالي خلک په چټکۍ سره پریکړې کوي، مګر بدلوي یې ډیرې ورو ورو. او ټول ناکام خلک پرېکړې ډیرې ورو کوي او بدلوي یې په چټکۍ سره.
د خپل ژوند د پاره یو پلان جوړ کړئ او هغه شیان په کې په نښه کړئ چې تاسې ورته اړتیا لرئ او په خپل ژوند کې د هغه شیانو د لاسته راوړلو لپاره تمرکز وکړئ.
دا کیدای شي ستاسې عادتونه، زدکړې، یا د پریکړې کولو مهارتونه وي.
هرڅومره ژر چې تاسې پریکړه کولی شئ د هغو خلکو نه ځان لرې کړئ چې هدف یې یوازې ستاسې او ستاسې د خوبونه ښکته راوستل یا را پرېباسل دي.
۸ . دوام یا استقامت:
دوام یا استقامت یو کیفیت یا معیار دی چې تاسې یې باید د بریا ترلاسه کولو لپاره ولرئ.
دا د یو شخص د کرکټر اصلي برخه ده چې بریالي کسان له هغو خلکو جلا کوي چې لاسته راوړونکي یا بریالي نه وي.
یعنې زمونږ څخه ډیری خلک داسې وي چې د بریا دمخه تسلیم شي او میدان پرېږدي.
مګر کله چې تاسې استقامت او د پریکړې مفکورې زده کړئ ، تاسې کولی شئ د بریا جایزې ترلاسه کولو ته ځان نیږدې کړئ.
۹ . د ماسټر ماینډ یا متفکر مغز ځواک:
د متفکر مغز لرونکې ډله د دوه کسانو هغه ډلې ته وایي چې د خپلو اهدافو، پلانونو او خوبونو په ترلاسه کولو کې د یو بل مرسته او ملاتړ کوي. په بله مانا دا د هغه خلکو یوه ډله ده چې ستاسې د غوښتنې، هیلې یا علاقه مندی سره خواخوږي لري.
دوی کولی شي تاسې سره مرسته وکړي چې خپل ذهن د نوي فکرونو لپاره وهڅوئ او مخته تګ ته دوام ورکړئ.
۱۰ . لا شعوره Subconscious ذهن:
“فکر وکړئ او شتمن شئ” کتاب کې یادونه کوي چې پرته له دې چې د دوی طبیعت ته پام وکړي، ستاسې د مغزو لا شعوره برخه د آرشیف یا ذخیرې په څیر ده: دا ستاسې فکرونه او تاثیرات ترلاسه کوي او ذخیره کوي یې. که مونږ د هغوی په اړه په سمې طریقې مخته ته لاړ شو دا کولی شي زمونږ ستونزې حل کړي.
ستاسې مغز د نړۍ تر ټولو حیرانونکی، معجزه، او ځواکمن ځواک دی چې نړۍ یې پیژني.
ذهن یا مغز ددې لپاره ډیزاین شوي چې تاسې سره مرسته وکړي ترڅو تاسې ته هر هغه څه راوړي چې تاسې یې غواړئ. دا د هغه څه لپاره وکاروئ چې ستاسې هدف وي.