په یو ټیم کې د بیلابیلو شخصیتونو ډولونه او څنګه یې رهبري کړو؟
February 10, 2023د کاروبار په اړه لس درسونه چې ما زده کړي.
February 15, 2023ستوری خان
تل مو باید دا خبره په یاد وي چې مونږ په خپل ژوند کې د پرمختګ د پاره دوه ډوله لوبې ترسره کوو چې یوه یې لنډمهاله یا اوسنۍ لوبه او بله یې اوږد مهاله لوبه بلل کیږي.
۱ – اوسنۍ یا لنډمهاله لوبه:
یعنې تاسې په داسې یو ټیم کې یاست چیرې تاسې ته د ودې او زدکړې فرصت برابریږي.
۲ – اوږدمهاله لوبه:
یعنې ستاسې ژوند، تاسې به هر چیرته له ۵ تر ۱۰ داسې داسې موقع ومومئ چې تاسې وکولی شئ له مختلفو کمپنیو، ټیمونو او مسلکونو سره خپل مسلک لا غوره کړئ.
دلته درته دا ښایم چې څنګه دواړه لوبې په یو وخت لوبولی شئ.
۱ – هیڅکله خپله بشپړتیا یا غیرت، ارزښت او روغتیا مه قرباني کوئ. که ستاسې اوسنۍ لوبه ددې ته خطر پیښوي نو ترې تیر شئ.
۲ – خپل غرور، عنوان او تنخوا قرباني کړئ. دا شیان په اوږد مهاله لوبه کې دومره مهم نه دي او ځینې وخت د لا ډیرې زدکړې او ودې د پاره ددې قرباني کول ګټور تمامیږي.
۳ – انتخاب تل ستاسې په لاس کې دی. که اوسنۍ لوبه ستاسې نه خوښیږي نو دا لا غوره کړئ او په اوږدمهاله لوبه کې د پانګونې فرصتونه ولټوئ.
۴ – تر شا پاتې پلونه مه سوځوئ. نړۍ تر هغه ډیره کوچنۍ ده چې تاسې یې په اړه فکر کوئ. د دوو مرحلو ترمنځ په مهربانی سره حرکت وکړئ.
۵ – د هغه څه په اړه چې تاسې یې غواړئ پوښتنه وکړئ. د “نه” مانا یوازې “همدا اوس نه” دی.
۶ – پرته له دې چې خپل رول په پام کې ونیسئ د مالک په څېر چلند وکړئ. په خپل کاروبار کې ډیرې مهمې ستونزې په نښه کړئ او هغه حل کړئ.
۷ – د خوشبینی له مخې په یو بیلګه ایز ډول رهبري وکړئ او د مثبت نیت له مخې د نورو سره مرسته وکړئ.
۸ – تل په یاد ولرئ چې تاسې د خپلې دندې څخه ډیر څه یاست – ستاسې مسلک ددې یوه برخه ده چې تاسې څوک یاست مګر دا تاسې تعریفوي نه.
مسلکونه اوږدمهاله دي او ژوند لنډ دی نو تل اوږده لوبه ترسره کړئ.