په پلور کې د ماهر کیدو د پاره اووه سپارښتنې:
April 3, 2023نړۍ لګیا ده بدلیږي!!!
April 4, 2023ستوری خان
که تاسې غواړئ چې د خپلې خوښې ژوند جوړ کړئ نو باید لاندې ټکي په پام کې وساتئ.
۱ – خلک:
د هغه خلکو سره ځان یوځای کړئ کوم چې په ورته هدف او لیدلوري کار کوي چې تاسې یې غواړئ. د جیم رون د وینا له مخې تاسې تاسې د هغه پینځو کسانو د ژوند اوسط یاست چې تاسې ورسره خپل زیات وخت تېروئ. نو ولې تاسې باید د پینځو ګټیالو خلکو انتخابول ونه وغواړئ؟
۲ – ځایونه:
سفر وکړئ او خپل افقونه پراخه او پرانیزئ. په دې نړۍ کې تر هغه ډیر څه شتون لري چې ډیری پرې خبر دي او پوهیږي. سفر کول تاسې ته دا موقع درکوي تر څو ټول متفاوت ډول کلتورونه وګورئ او د هغه څه ستاینه وکړئ چې تاسې یې لا ډیر درلودلی شئ.
۳ – کارول:
مونږ هره ورځ یو یا بل ډول رسنۍ کاروو. هر څه چې کاروۍ، ډاډ ترلاسه کړئ چې دا تاسې سره مرسته کوي تر څو وده وکړئ او هغه موخو ته ورسیږئ چې تاسې په خپل ژوند کې د ځان د پاره ټاکلي دي.
۴ – عادتونه:
اوږدمهالي عادتونه جوړول تقریباً ۹۰ ورځې وخت نیسي. هغه عادتونه راخپل کړئ چې تاسې سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. عادتونه تاسې سره نظم جوړولو کې مرسته کوي او نظم تاسې سره له سختو حالاتو تېریدلو کې مرسته کوي چې پرته له بلنې راځي.
۵ – افکار:
ستاسې افکار ددې پرېکړه کوي چې ستاسې ژوند په لوري روان دی. او دا وخت سره ثابته شوې خبره ده. نو تاسې ولې باید پرته له خپلو موخو او لیدلوري د بل څه په اړه فکر وکړئ؟ تر هغې په خپلو موخو خپل افکار متمرکز کړئ تر څو چې دا ریښتیا شوي نه وي.