پانګونه او د پانګونې حسابونه:
June 13, 2023آیا تاسې فکر کوئ چې تاسې “ستونزې” لرئ؟
June 14, 2023لیک – ستوری خان
په نیټورک مارکټینګ د بریا غوره لار د خپلې کیسې وئیلو له لارې د اعتبار رامینځته کول دي.
“بازارموندنه یا مارکیټینګ نوره د هغه شیانو په اړه نه دی چې تاسې یې کوئ، مګر د هغه کیسې په اړه دی چې تاسې یې وایئ.”
– سیټ ګوډین
که څه هم مونږ په خپل ذهن کې د خپل ځان لوی پرستار یا مینه وال یو، خو مونږ نه خوښوو چې نورو ته د ځان په اړه لاپې ووهو. خلکو ته دا وئبل چې تاسې څوک یاست یا تاسې څه کړي دي دا لاپې نه دي.
تر ټولو لوی راز دا دی چې تاسې څنګه دوی ته دا وایئ. که زه ووایم، “زه د څو ملیارده ډالرو په شرکت کې تر ټولو غوره استخدام کونکی ګڼل کیږم او د بل چا په پرتله ډیر پوهیږم،” دا غلط کیدای شي. پرځای یې ولې ونه وایم، “زه د څو ملیارده ډالرو شرکت لپاره لوړ استخدام کونکی وم.
ما دا کار ځکه وکړ چې ما په زړه پورې ښوونکي درلودل، چې زه به یې د تل لپاره مننه کوم، ما د ټولو څخه کار واخیست، او زه ډیر د روزونې وړ وم. خپله کیسه په ډاډه توګه ووایاست، مګر نه په نمایشي توګه.
ولې دا مهمه ده؟
خلک غواړي یو مشر یا رهبر تعقیب کړي. دا دوی ته باور ورکوي. ځینې وختونه دوی لاهم په ځان باور نه لري او غواړي داسې څوک ومومي چې دوی یې تعقیب کړي داسې څوک چې په ځان باور ولري او نور هڅوي چې ډیر څه ولري.
تاسو ممکن له ځانه وپوښتئ، “څه به وي که چیرې ما تراوسه کومه بریا نه وي ترلاسه کړې؟” په دې پوښتنه د برلاسي کیدو لپاره ډیری لارې شتون لري.
۱. تاسې باید په خپل سازمان کې د بل مشر بریالیتوب وپلورئ. د دوی د بریالیتوب څخه ګټه پورته کړئ.
۲ زه شرط تړم چې تاسې په خپل ژوند کې په یو څه کې بریالي شوي یاست. له دې ګټه پورته کړئ. کله چې ما ګډه بازار موندنه یا نیټورک مارکټینګ پیل کړو، ما د خپل ټینس د بریالیتوب او زما د مشر د بریالیتوب څخه ګټه پورته کړه.
ما ټولو ته وویل چې ما په ټینس کې څومره ژمنتیا او هوډ درلود او دا چې زه به ورته ژمنتیا او ډسپلین د ګډې بازارموندنې په کاروبار کې هم پلي کوم. زه به هغه څه وکړم چې دا یې غوښتنه کوي!
۳. که تاسې احساس کوئ چې تاسې د مشرتابه مرسته او همکاري د ځان سره نه لرئ، او نه تاسې په ژوند کې د ګټې اخیستنې لپاره کوم بریالیتوب لرئ، نو خپل اهداف وپلورئ.
زما د ګډې بازار موندنې د تجربې په پیل کې، ما خلکو ته وویل، “زه مننه کوم چې زه دنده لرم، مګر زه نور ډیر څه غواړم. زه نارام او ستړی یم چې د وخت آزادي نه لرم. زه غواړم نړۍ ته سفر وکړم. زه غواړم د خپلې کورنۍ او ملګرو سره ډیر وخت تیر کړم.
زه غواړم لوی او غوره شیان ترسره کړم، نو زه به هغه څه وکړم چې د XX مقدار پیسو ګټلو لپاره یې اړتیا وي! زه غواړم په دوو کلونو کې دغه هدف ته ورسیږم. دا کیدای شي زما پنځه کاله یا ډیر وخت ونیسي، مګر زه به هغه څه وکړم چې دغه هدف یې له ما غواړي.
ایا تاسې هغه باور ته متوجه شوی په څه چې ما باور درلود او درته ومې وئیل؟ زه نمایشي نه وم، او ما هیچاته ټیټ فکر هم نه کولو. پرځای یې، زه سل په سلو کې په ځان ډاډه وم چې زه به خپل اهداف ترلاسه کوم، او دا هغه څه دي چې زه یې نورو ته ښودلی شم.
خلکو ته مه وایئ چې تاسې د ژوند لپاره څه کوئ. هغه ستونزې چې تاسې یې حل کوئ دوی ته یې ووایئ. هیڅوک د هغه څه پروا نه لري چې تاسې یې کوئ. دوی د هغه څه په اړه پاملرنه کوي چې تاسې یې د دوی لپاره کولی شئ.